کندهار کې د پولیو نوې پېښه ثبت شوې

په دې سره په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۹ ته ورسېد

د افغانستان په جنوب کې روغتیایي چارواکي وایي، چې د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په رمباسي سیمه کې یو ۹ میاشتنی ماشوم په پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی دی.

د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت رئیس ډاکټر عبدالشکور نصرت د سې شنبې په ورځ د «تلې پر۳۰مه»امریکا غږ ته وويل، چې کندهار ښار ته نږدې په یوه ګڼ مېشته ولسوالۍ کې د پوليو د نوي پېښې رامنځته کیدل د ماشومانو د روغتیا لپاره جدي ګواښ دی.

ده وویل:"د ډنډ ولسوالۍ د رمباسي د سیمې دغه ماشوم چې ګوزڼ وهلی، کورنۍ يې له یوه روغتیايي مرکز څخه په پنځه کیلو متره واټن کې اوسیږي، که څه هم ډنډ د کندهار په کچه امن ولسوالۍ ده، خو د اګست د میاشتې راهیسې په دغه ولسوالۍ کې د پوليو کمپاین په موثره توګه نه دی عملي شوی".

بل لور ته د کندهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا امریکا غږ ته وویل،دوی له همکارو روغتیايي بنسټونو سره په ګډه بیړنۍ ناسته را بللې او غواړي چې په ډنډ ولسوالۍ کې د ګوزڼ ویروس تر خطرلاندې ماشومانو ته د واکسین ځانګړی پروګرام تطبیق کړي.

تر یو کلن ځنډ وروسته تېره اونۍ د افغانستان په جنوبې حوزه کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد کمپاين پيل شو.

روغتیايي چارواکې وايې، سره له دې چې دا د ماشومانو د وقايې لپاره یو ګټور کمپاین و، خو د نا امنیو له کبله په دې حوزه کې یو زیات شمېر ماشومان له پولیو ضد واکسین څخه بې برخې پاتې شوي دي.

د روان عیسوي کال له پیل راهیسې په افغانستان د پولیو د پېښو شمېر ۱۹ ته ورسید، چې ۳ په کندهار، ۵ په هلمند، ۸ په ارزګان، یوه په کونړ، یوه په ننګرهار او یوه هم په پکتیکا ولایت کې ثبت شوې ده.

تېر ۲۰۱۸ عیسوي کال په افغانستان کې د پولیو ۲۱ مثبت پېښې ثبت شوې وې.