روغتیایي مسؤولین: بدخشان ولایت کې ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین رسیدلی

د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین

روغتیايي چارواکي وايي چې بدخشان ولایت کې د پولیو ضد مبارزه په بریالیتوب سره روانه ده، او ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین رسیدلی.

د روغتیایي مسؤولینو په حواله، دوی د بدخشان پيچلې جغرافیه ته په کتو سره په یوې داسې کړنلارې کار کوي چې په تطبیق سره به یې د ژمي په موسم کې د درنو واورو اوریدو او لارو بندیدو سره سره هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.

د بدخشان ولایت د کتلوي معافیت د پروګرام مسؤول، قاري سمیع کامیاب، امریکا غږ ته وویل: ”معمولاً د ژمي په موسم کې د درنو واورو اوریدو له امله د بدخشان ولایت په نهه ولسوالیو کې د پولیو ضد کمپاینونه په ټپه دریږي.“

د نوموړي په وینا، د ژمي په موسم کې د پولیو رضاکاران له سختو ستونزو سره مخ وي، ځکه لارې تړلې وي او دوی پداسې حال کې چې د واکسین بستې یې پر شا وي، ساعتونه په پښو مزل کوي، تر څو تر هر کور او هر ماشوم پورې د پولیو ضد واکسین ورسوي.

ښاغلي کامیاب زیاته کړه: ”د بدخشان د لیرې پرتو سیمو بله ستونزه دا ده چې د هلته عامه پوهاوي کچه ټیټه ده او موږ په کافی اندازه روغتیایي مبلغین په واک کې نلرو، خو په روغتیایي مرکزونو او بندرونو کې د واکسین ټیمونه پرته له کوم ځند څخه فعالیت کوي.“

د بدخشان ولایت یوې اوسیدونکې، لعل ماه حسرت، امریکا غږ وویل: ”موږ په تېرو کمپاینونو کې خپل ټول ماشومان واکسین کړي، او که چیرې د ژمي په موسم کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین څاڅکې ونه رسیږي د هغوی ژوند به له ګواښ سره مخامخ شي.“

­اغلې حسرت له روغتیایي مسؤولینو غواړي چې د بدخشان واورین ژمي ته په کتو سره دې لیرې پرتو ولسوالیو ته یوه ځانګړې او بدیله کړنلاره په پام کې ونیسي، تر څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.

د بدخشان ولایت بله اوسیدونکې، نګینه، هم له روغتیایې چارواکو غواړي چی لیرې پرتو سیمو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي او همداراز په کورنیو غږ کوي چې د واکسین له ټیمونو سره همکاري وکړي.

روغتیایي چارواکي او نړیوالو مرستندویه بنسټونه هڅه کوي چې په افغانستان کې د پولیو ویروس ګواښ ژر تر ژره له منځه یوسي او په هر ترتیب چې کیږې تر هر ماشوم پورې د پولیو ضد واکسین ورسوي.