د یو ګوزڼ وهلي ماشوم پلار: خپل ماشومان واکسین کړئ

سید آغا، د یو ګوزڼ وهلي ماشوم پلار

د یو ګوزڼ وهلي ماشوم پلار له خلکو غواړي چې هیڅکله د پولیو په اړه د منفي تبلیغاتو تر اغیزې لاندې رانشي او باید خپلو ماشومانو ته په ټاکلي وخت واکسین وکړي.

د ګوزڼ وهلي ذبیح الله پلار، سید آغا، چې اوس مهال په بغلان ولایت کې ژوند کوي، وایي چې هغه وخت د ګوزڼ ضد واکسین په ارزښت وپوهیده چې پنځه کلن زوی یې د ګوزڼ په ناعلاجه ناروغۍ اخته شو.

ذبیح الله، چې اوس پنځه کاله عمر لري، پوره دوه کاله وړاندې په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوی او اوس یې چپ لاس او پښه په سمه توګه کار نکوي، او د فزیکې معلولیت تر څنګ، له فکري او ذهني پلوه هم چندان روغ نه ښکاري.

ښاغلي سید آغا، امریکا غږ ته داسې وویل: ”زه اوس په خپله تېروتنه پوهیدلی یم او خپل ټول ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسینوم، ځکه مې نور ماشومان شکر روغ دي. که چیرې ما دوه کاله وړاندې ذبیح الله جان ته هم دغه واکسین کړی وای، اوس به روغ رمټ ؤ.“

نوموړی د پښیمانۍ په څرګندونې سره له خلکو غواړي چې هیڅکله د ده په شان د منفي تبلیغاتو تر اغیزې لاندې رانشي او باید خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان په کمپاینونو او کلینیکونو کې واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت او ورسره تړلو ستونزو خلاصون ومومي.

ښاغلي سید آغا، زیاته کړه: ”موږ له ناوړه اقتصادي وضعیت سره لاس او ګریوان یو، او له همدې کبله د خپل زوی په وقایه او درملنه کې پاتې راغلي یو. زه له خیریه او مرستندویه ټولنو غواړم چې زما د زوی د روغتیا او احیا په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي، تر څو بیرته په خپلو پښو ودریږي.“

د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ذبیح الله په ګډون ګڼ شمېر نور ماشومان هم د واکسین د نه تطبیق له امله په پولیو ناروغۍ اخته شوي او د معلولیت له وجهې د ژوند له بیلابیلو خوښیو او نعمتونو بې برخې پاتې شوي.

روغتیا پالان وایي چې پولیو درملنه نلري، او د خلاصون یواځنۍ لاره یې ټولو له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته دوه څاڅکي د پولیو ضد واکسین ورکول دي.