روغتیایي چارواکي: بلخ کې د پولیو ضد مبارزه بریالۍ ده

یو ماشوم ته د‌ پولیو واکسین ورکول کیږي

د بلخ ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې پدې ولایت کې د ګوزڼ ضد مبارزه په بریالیتوب سره روانه ده او د چاپیریال د سمپلونو ټسټونه منفي شوي.

روغتیایي مسؤولین په بریالیتوب سره د کمپاینونو ترسره کیدل او د عامه پوهاوي د کچې لوړیدل، د بلخ ولایت د پولیو ضد مبارزې د مهمو لاسته راوړنو په توګه یادوي.

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”موږ د پولیو ضد مبارزې لپاره منظم پلان لرو او په تطبیق کې یې خلک راسره همکاري کوي. پدې توګه موږ توانیدلي یو چې خپل کمپاینونه په ټاکلي وخت ترسره کړو.“

د نوموړي په وینا، دوی د خلکو په ملتیا په هغو سیمو کې چې پخوا د پولیو ګواښ موجود ؤ، د چاپیریال د سمپلونو ټسټونه ترسره کړي، چې له نیکه مرغه د ټولو ټسټونو نتیجه منفي وه.

ښاغلي مومن زیاته کړه: ”موږ په ډاډه زړه کار کوو او د عامه پوهاوي د پروګرامونو او د کمپاینونو په ترسره کولو کې هیڅ راز د پام وړ ستونزه نلرو، او په ځانګړي ډول په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته هم رسیدګې کوو.“

بل پلو، د بلخ ولایت یو شمېر اوسیدونکي د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې د برخه اخیستنې په موخه په کورنیو غږ کوي چې خپل ماشومان په کمپاینونو او کلینیکونو کې واکسین کړي.

د بلخ ولایت اوسیدونکې، خدیجې، امریکا غږ ته وویل: ”ما تل په کمپاینونو کې له واکسیناتورانو سره همکاري کړې او خپل ماشومان مې واکسین کړي، او کله ناکله چې هغوی زموږ سیمې ته ندي راغلي، ما خپلو ماشومانو ته په کلینیک کې واکسین تطبیق کړی.“

د بلخ ولایت اوسیدونکی، عبدالقدوس بیا د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره د ټولنې د بیلابیلو قشرونو هڅې مهمې بولي او له هغوی غواړي چې خپل مسؤولیت ادا کړي او پدې ستره مبارزه کې ونډه واخلي.

په افغانستان کې د بل هر وخت په پرتله اوس د ګوزڼ ناروغۍ پېښې کمې شوي، او تر هغه چې یاده ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه وي تللي، د پولیو ضد مبارزې د لړۍ دوام اړین دی.