روغتیا پالان: د ټولنې ټول غړي باید د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره ګډ کار وکړي

انځور: آرشیف

د فراه ولایت روغتیا پالان وایي چې د پولیو پر ضد روانه مبارزه اوس بریالیتوب ته نږدې شوې او د ټولنې ټول غړي مکلف دي چې د یادې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره ګډ کار وکړي.

د فراه ولایت یو شمېر ډاکټران وایي چې په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ پېښې ډیرې کمې‌ شوي او که چیرې د ټولنې ټول غړي د یادې ناروغۍ پر ضد مبارزه کې ګډ کار وکړي، ډیر ژر به یې ټغر له افغانستان څخه ټول شي.

په فراه کې د انتاني ناروغیو متخصص، ډاکټر صالح محمد منصفي، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو ناروغۍ په وړاندې کلونه او لسیزې مبارزه شوې او له نیکه مرغه اوس بریالیتوب ته نږدې شوي یو، خو د ټولنې ټول غړي باید همکاري وکړي تر څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.“

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ په پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی او د دې لپاره چې دغه ناروغې په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي، د نارینه وو، ښځینه وو، ځوانانو، مخورو او دیني عالمانو بشپړې همکاري ته اړتیا ده.

په ورته مهال د فراه یو شمېر میندې له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو د خوندیتوب لپاره د اړتیا سره سم د ماشومانو د واکسین په برخه کې لازمه مرسته وکړي.

د فراه ولایت یوې اوسیدونکې، زینب نورزۍ‌ امریکا غږ ته وویل: ”ټولې میندې مسؤولیت لري چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته پاملرنه وکړي او هغوی د پولیو په وړاندې واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت او مړینې څخه وژغورل شي.“

همدارنګه، د فراه ولایت ځینې ځوانان هم د ګوزڼ ناروغۍ په له منځه وړلو کې د ځوانانو ونډه مهمه بولي او وایي چې دوی حاضر دي پدې برخه کې هراړخیزه همکاري وکړي.

د فراه ولایت یو تن ځوان، میرویس ژمن، امریکا غږ ته وویل: ”ځوانان چې د ټولنې اکثریت جوړوي، باید د ډاکټرانو، مشرانو او دیني‌ عالمانو سپارښتنو ته غوږ کیږدي او د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد مبارزه کې پراخه برخه واخلي.“

روغتیایي متخصصین وایي چې پولیو یوه معلولونکې ناروغي ده او هیڅ ډول درملنه نلري، خو دوه څاڅکې واکسین کولای شي‌ ماشومان د تلپاتې معلولیت په وړاندې وقایه کړي.