د فراه سیمه ایزې رسنۍ د ګوزڼ په اړه عامه پوهاوي ته ژمنې دي

د ۲۰۲۲ کال د دسمبر میاشتې د پولیو کمپاین

د فراه ولایت د یو شمېر سیمه ایزو رسنیو مسؤولین وایي چې دوی د ګوزڼ ناروغۍ په اړه عامه پوهاوي ته ژمن دي او هڅه کوي چې د یادې ناروغۍ د ټولو اړخونو په هکله خلکو ته اړین معلومات وړاندې کړي.

د فراه ولایت د یوې خصوصي‌ راډیو مسؤول، ابراهیم پرهار، وایي چې دوی پوره هڅې کړي چې د ګوزڼ ناروغۍ د ناوړه پایلو او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو لارښوونې او پیغامونه خلکو ته ورسوي.

ښاغلي پرهار، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”پدې کې هیڅ شک نشته چې د ټولو روغتیایي مسایلو پوښښ مهم دی، خو موږ هڅه کوو چې د ګوزڼ ناروغۍ ته لومړیتوب ورکړو، ځکه یاده ناروغي درملنه نلري او د ماشومانو راتلونکی ګواښي، خو د واکسین په واسطه د وقایه وړ ده.“

د فراه ولایت یو تن اوسیدونکي، عبدالله د رسنیو ټولنیز مسؤولیت ته په اشارې سره وویل: ”رسنۍ باید د خلکو د اړتیا سره سم خپرونې ولري او باید هغه موضوعات تر پوښښ لاندې ونیسي چې کولای شي د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راوړي.“

د نوموړي په وینا، د ساري ناروغیو په تړاو د رسنیو رپوټونه او معلوماتي‌ خپرونې د خلکو لپاره زیاته ګټه لري، ځکه خلک د ساري ناروغیو د مخنیوي په هکله معلومات ترلاسه کوي.

بل پلو، روغتیایي کارکوونکي د ساري ناروغیو، په ځانګړي ډول د ګوزڼ ناروغۍ په مخنیوي کې د رسنیو ونډه خورا زیاته مهمه بولي او له هغوی غواړي چې د ګوزڼ په وړاندې روانه مبارزه کې خپل مسؤولیت ادا کړي، او خلکو ته د یادې ناروغۍ او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه اړین معلومات ورسوي.

د عامې روغتیا وزرات یو تن کارکوونکي، ډاکټر عبدالصبور عمر، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”رسنۍ، د ګوزڼ ناروغۍ په ګډون، د بیلابیلو ساري ناروغیو په مخنیوي کې د پام وړ رول لوبوي او خلکو ته د ناروغیو د خپریدو، نښو نښانو، وقایه او درملنې په هکله پیغامونه رسوي.“