روغتیا پالان: روغتیایي معلوماتو ته نه لاسرسی د پولیو ناروغۍ د خپریدو لپاره زمینه برابروي

انځور: آرشیف

د فراه ولایت روغتیا پالان وایي چې د پولیو ناروغۍ او د پولیو ضد واکسین په اړه معلوماتو ته نه لاسرسی د یادې ناروغۍ د خپریدو لپاره زمینه برابروي.

د روغتیا پالانو په وینا، د پولیو ناروغۍ او د پولیو ضد واکسین په اړه معلوماتو ته نه لاسرسی بیلابیل لاملونو لري، او لا هم د فراه ولایت په لیرې پرتو سیمو کې ګن شمېر کورنۍ شته چې پدې هکله یا هیڅ معلومات نلري، او یا یې هم معلومات نیمګړي دي.

د بالا بلوک ولسوالۍ اوسیدونکي، ډاکټر عبدالقیوم ایوبي، امریکا غږ ته وویل: ”پولیو یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې د ماشومانو د ګوزڼ لامل کیږي. یاده ناروغي په لومړي سر کې کوم خاص اعراض او علایم نلري، او یا هم له نورو ناروغیو سره ورته والی لري، خو په ځینو ماشومانو کې له سر دردي، ستوني درد، د ګیډې درد او زړه بدوالي سره جوخت وي.

د نوموړي په وینا، که چیرې د یو ماشوم عمر له ۱۵ کلونو څخه کم وي او په ناڅاپي ډول په بدن کې، په ځانګړي ‌ډول په لاسونو او پښو کې د کمزورۍ احساس وکړي، باید ژر تر ژره روغتیایي مرکز ته د معاینې او تشخیص لپاره ولیږدول شي.

ښاغلي ایوبي زیاته کړه: ”له بده مرغه پولیو ناروغي درملنه نلري، خو د وقایې وړ ده. کورنۍ باید خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د یادې ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه خوندي پاتې شي.

بل لوري ته، اړوند روغتیایي چارواکي هم د پولیو ناروغۍ په اړه معلوماتو ته د خلکو د نه لاسرسي ستونزه مني، خو وایي چې دغه ستونزه له یوې سیمې څخه تر بلې سیمې پورې توپیر لري، او تر ډیره بریده په لیرې پرتو سیمو کې عمومیت لري.

د عامې روغتیا وزرات د روغتیا د پراختیا د څانګې کارکوونکي، ډاکټر عبدالصبور عمر، امریکا غږ ته وویل: ”د افغانستان لیرې پرتو سیمو کې د پولیو ناروغي په اړه معلوماتو ته د لاسرسي او د عامه پوهاوي کچه ټیټه ده. خلک د یادې ناروغۍ د نښو نښانو او وقایې په هکله کره معلومات نلري، او همدا لامل دی چې په مخنیوي کې یې پاتې راځي.

روغتیا پالان په ټینګار سره وایي چې د پولیو ناروغۍ درملنه نلري، خو دوه څاڅکي واکسین کولای شي ماشومان له تل پاتې معلولیت او مړینې وژغوري.