میندې باید د خپلو ماشومانو، حفظ الصحې او واکسینونو ته پاملرنه وکړي – روغتیا پالان

انځور: آرشیف

د غزني ولایت یو شمېر روغتیا پالان وایي چې میندې باید د خپلو ماشومانو، حفظ الصحې او واکسینونو ته جدي پاملرنه وکړي.

د روغتیا پالانو په وینا، د ماشومانو په پالنه کې روغتیا، تغذیه، حفظ الصحه او واکسینونه مهم رول لري، او باید د کورنیو په ځانګړي ډول د میندو په لومړیتوب کې اوسي.

په غزني ولایت کې د کوچنیانو د ناروغیو متخصص، ډاکټر عبدالسلام رحماني، امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو ویروس معمولاً د هضمي جهاز له لارې د ماشومانو بدن ته دننه کیږي، او هغوی په ګوزڼ اخته کوی.“

د نوموړي په وینا، ټولې کورنۍ باید د ماشومانو شخصي او محیطي حفظ الصحې ته جدې پاملرنه وکړي، او تر څنګ یې باید ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان په کمپاینونو او کلینیکونو کې د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت او مړینې خلاصون ومومي.

ښاغلي رحماني زیاته کړه: ”د اغیزناکو وقایوي تدابیرو په نیولو سره باید هڅه وشي چې ماشومان په نس ناستي اخته نشي، او باید په آزاده فضا کې له رفع حاجت کولو په کلکه ډډه وشي.“

په غزني ولایت کې د کوچنیانو د ناروغیو بل متخصص، ډاکټر سید احمد اسدزوی، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”میندې او پلرونه باید د خپلو ماشومانو تغذیه ته جدي پاملرنه وکړي او هیڅکله هغوی ته غیرصحي اوبه او ناپاک خواړه ورنکړي.“

په کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، امریکا غږ ته وویل: ”موږ والدینو ته د ماشومانو د روغتیا ساتنې او وقایې په برخه کې د عامه پوهاوي ځانګړي پروګرامونه ترسره کړي، تر څو ماشومان یې له پولیو او نورو ساري ناروغیو خوندي پاتې شي.“

روغتیا پالان وایي چې میندې او پلرونه باید د خپلو ماشومانو واکسینونو ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو د پولیو په ګډون د ماشومتوب د دورې د نورو وژونکو نارغیو په وړاندې وقایه شي.