چارواکي: هلمند کې د ګوزڼ ویروس په لوړه کچه موجود دی

انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

هلمند په تېرو څو کلونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ګڼې پېښې درلودې چې عمده لامل یې په پرلپسې توګه د ګوزڼ واکسین څخه د ماشومانو پاتې کېدل بلل کیږي.

ددې ولایت د کتلوي معافیت چارواکو یو ځل بیا اندېښنه وښوده چې پدې ولایت کې د طبي څیړنو له مخې د ماشومانو د ګوزڼ محیطي ویروس په لوړه کچه شتون لري.

هغوی وایي چې د هوا په تودېدو سره د ماشومانو روغتیا ته لوی ګواښ پیښیدای شي.

د هلمند د کتلوي معافیت یو چارواکی ډاکټر سمیع الله همدرد امریکا غږ ته وويل: "که چیرې تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین ونه رسیږي ښایي د هوا په تودېدو سره ګڼ شمیر ماشومان په یاده ناروغۍ اخته شي."

ښاغلی همدرد وایي: «موږ په چاپیریال کې د ویروس د شتون د معلومولو لپاره د ناپاکو اوبو څخه یوه نمونه (سمپل) واخیسته چې پایله یې ښيي اوس هم په چاپیریال کې د پولیو وحشي ویروس شتون لري.»

په ورته وخت کې، د هلمند یو شمېر اوسیدونکي هم په چاپيریال کې د ویروس شتون اندېښمن کړي او وایي چې چمتو دي د کمپاین پر مهال له روغتیایي ټیمونو سره مرسته وکړي.

د هلمند اوسیدونکی خان محمد یې په اړه امریکا غږ ته وویل: "موږ چمتو یو چې د روغتیایي ټیمونو سره د واکسین په تطبیق کې همکاري وکړو تر څو ماشومان مو لدې ناوړې ناروغۍ څخه وژغورل شي."

د یادونې وړ ده، چې د هیواد په سویلي ولایتو کې یو نیم میلیون ماشومان د پولیو واکسین لپاره هدف ټاکل شوي وو خو له بده مرغه یوه لویه برخه یې په دوامداره توګه له واکسین څخه بې برخې پاتې شوي دي.

یو له دغه ولایتونو هلمند دی چې ټولټال ۹۰۰۰۰۰ ماشومان د واکسین لپاره هدف ټاکل شوي وو خو زیاتره یې له تېرو دریو کالو راهیسې محروم پاتې دي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم د ګوزڼ ناروغۍ د ماشومانو ژوند ګواښي.