خوست ولاېت کې د ماشومانو د پولېو واکسين لړۍ ګړندۍ شوې ده

آرشیف

د خوست د صبرېو او يعقوبېو روغتيايي مسؤلين وايي، وروسته له هغه چې په دغه ولسوالۍ کې د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوه، د ماشومانو د پولېو واکسين لړۍ ګړندۍ شوې ده.

د يادې ولسوالۍ د خلبېسات روغتيايي مرکز د واکسيناسيون پروګرام مسؤل للمي ګل امريکاغږ ته وويل، چې تر يادې مثبتې پېښې مخکې له پولېو واکسين سره د خلکو علاقه يا بيخي نه وه او يا ډېره کمه وه.

هغه وويل: "... شاوخوا دوه مياشتې وړاندې چې د صبرېو ولسوالۍ د يعقوبېو په کلي کې يوه لس مياشتنۍ ماشومه د ګوزن په ناروغۍ اخته شوه، له هغه را وروسته هره ورځ ګڼ شمېر ماشومان د خلبېسات روغتيايي مرکز ته د پولېو واکسين لپاره ور وړل کيږي".

Your browser doesn’t support HTML5

خوست ولاېت کې د ماشومانو د پولېو واکسين لړۍ ګړندۍ شوې ده

نوموړی وایي: "هغه خلک چې د پولېو مثبتو پېښو نه خبر شوي، د خپل پنځه کلنۍ څخه کم عمره ماشومان اوس په زيات شمېر موږ ته راولي. مخکې به خلک روټين واکسينو ته راتلل، خو د پولېو واکسين نه دوی ورکول او نه موږ. اوس فعلاً د خلکو علاقه زېاته شوې ده، ډېر بېروبار وي".

د ۲۰۱۹ ميلادي کال د اپرېل مېاشتې راهيسې د وسله والو طالبانو د مخالفت له وجهې په دغه ولسوالۍ کې د پولېو واکسين کور په کور کمپاین نه دی تطبیق شوی، او ويل کيږي چې له همدې کبله په دغه ولسوالۍ کې د پولېو ويروس خپرېدو ته زمينه مساعده شوې ده.

واکسيناتور للمي ګل له خلکو غواړي، چې د پولېو له ويروس نه خپل ماشومان د ژغورلو په خاطر نږدې روغتيايي مرکزونو ته د ګوزڼ ضد واکسينولو لپاره يوسي.

د روغتيا پوهانو په وينا پولېو يوه ساري او ناعلاجه ناروغي ده چې د ماشومانو د دايمي فلج او په ځينو مواردو کې د مړينې سبب ګرځي خو د مخنيوي يواځنۍ وسيله يې هر ماشوم ته هر ځل د پولېو دوه څاڅکي واکسين بلل شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس، د روان کال له پېل څخه تر اوسه د پولېو ۵۳ پېښې رامنځته شوي دي.