خوست کې ګرځنده روغتیایي ټیمونه ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکوي

انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

د خوست ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې ددې ولایت په لرو پرتو سیمو کې د ګرځنده روغتیایي ټیمونو له لوري د نورو روغتیایي خدمتونو تر څنګ ماشومانو ته د پولیو واکسین هم ورکول کیږي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مسؤولین وایي چې دوی په لرو پرتو سیمو کې ګرځنده روغتیایي ټیمونه ګمارلي، تر څو په ټاکلي وخت له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي.

په خوست کې د روغتیایي خدمتونو او پولیو واکسین د غزولو دغه لړۍ له څه مودې راهیسې پیل شوې او مثبتې اغېزې ېې درلودلې دي.

په خوست کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست مرستیال، ډاکټر ګل محمدالدین محمدي پډې هکله امریکا غږ ته وویل: ”موږ د هغو کورنیو لپاره چې کورونه ېې له روغتیایي مرکزونو واټن لري او یا دغو مرکزونو ته د تګ راتګ له آسانتیاوو برخمن ندي، شل ګرځنده روغتیایي ټیمونه ګمارلي.“

نوموړي زیاته کړه، که څه هم د خوست ولایت په ټولو ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونه فعال دي، خو دغه ټیمونه ېې د هغو کورنیو لپاره چې روغتیایي خدمتونو او واکسین ته پوره لاسرسی نلري، توظیف کړي.

د ښاغلي محمدي په وینا، په خوست ولایت کې د دغو ګرځنده روغتیایي ټیمونه تر څنګ، له فرعي روغتیایي مرکزونو نیولی تر لومړنیو او جامع روغتیایي مرکزونو پورې ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کیږي.

بل لوري ته، یو شمېر خوستوال د روغتیایي سیستم په چوکاټ کې د ګرځنده روغتیایي ټیمونو ګمارل اړین او اغیزناک بولي.

د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسیدوونکی خان‌الدین انیس پدې هکله وایي: ”زما په اند دا یو مثبت اقدام دی، ځکه ګڼ شمېر کورنۍ له کلینیکونو لرې ژوند کوي او نشي کولای په ټاکلي وخت خپل ماشومان واکسین کړي.“

د ښاغلي انیس په وینا، د ګرځنده روغتیایي ټیمونو په شتون کې به هغو ماشومانو ته هم د ګوزڼ واکسین څاڅکي ورسیږي چې پخوا به له واکسین څخه پاتې کیدل.

د یادونې وړ ده چې د دغو ګرځنده روغتیایي ټیمونو په ګمارلو سره به د خوست ولایت په ۱۲ ولسوالیو او درې اداري واحدونو کې د روغتیایي خدمتونو او واکسین د رسولو له پلوه انډول رامنځته شي، او پدې توګه به هیڅ ماشوم له واکسین څخه بې برخې پاتې نشي.