روغتیایي مسؤولین: کندز کې د پولیو ضد واکسین په اړه د عامه پوهاوي هڅې زیاتې شوي

انځور: آرشیف

د کندز ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې دوی د پولیو ضد واکسین په اړه د عامه پوهاوي هڅې ګړندۍ کړي او پدې برخه کې به له دوی سره دیني عالمان همکاري وکړي.

دوی وایي چې خلکو ته به د روغتیایي مبلغینو، رسنیو او دیني عالمانو په همکاري د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه پوهاوی ورکړي، تر څو خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان په راتلونکو کمپاینونو کې واکسین کړي.

په کندز ولایت کې چې له کلونو راهیسې د جګړو میدان ؤ، د پولیو ضد کمپاین چارې ټکنۍ شوي او پدې برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونو ته اړتیا لیدل کیږي.

په کندز کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت د پروګرام آمر، ډاکټر غلام جیلاني عطايي امریکا غږ ته وویل: ”موږ په هغه سیمو کې چې د پولیو ویروس ګواښ لوړ ؤ، د سیمه ایزو راډیوګانو او ملي ټلویزیون له لارې د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي کړل.“

نوموړي زیاته کړه: ”له کومه ځایه چې جومات په جومات کمپاینونه زیات ګټور نه ؤ، نو موږ پریکړه وکړه چې لومړی باید د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شي او ورپسې کور په کور کمپاینونه پلي شي، تر څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.“

په کندز کې د آی سي ان موسسې مسؤول، محمد اسماعېل وایي چې د دوی روغتیایي ټیمونه په بیلابیلو سیمو کې په عامه پوهاوي بوخت دي، خو پدې برخه کې د ولایت په کچه د یو شمېر کلیدي ادارو لکه د حج او اوقاف ریاست، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د معارف ریاست، د کلیو د بیاروغونی او پراختیا ریاست، د کندز ښاروالی او د لوړو زده کړو ریاست همکاري اړینه ده.

ښاغلي محمد اسماعیل امریکا غږ ته وویل: ”موږ د حج او اوقاف له ریاست څخه غواړو چې د جوماتونو له لارې، او د کندز له ښاروالۍ څخه غواړو چې د ګذر د وکیلانو له لارې خلکو ته د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه پیغامونه ورسوي.“

په ورته مهال د کندز ولایت اوسیدونکي هم د عامه پوهاوي له پروګرامونو څخه خوښ دي او له دې ریاست څخه غواړي چې په کلیو او لیرې پرتو سیمو کې هم د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي، تر څو کورنۍ خپل ماشومان واکسین کړي او له تل پاتې معلولیت څخه یې وژغوري.

په کندز ولایت کې پر واکسیناتورانو له برید وروسته، د ګوزڼ ضد کمپاینونو کې د خلکو او رضاکارانو ونډه کمه شوې وه، خو دا دی اوس د عامه پوهاوي له پروګرامونو وروسته خلک په لیوالتیا سره پکې برخه اخلي.