روغتیایي چارواکي: د افغانستان په ختیځ زون کې د پولیو ضد څلور ورځنی کمپاین ښه روان دی

انځور: آرشیف

د ننګرهار ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې د دې ولایت په ګډون، په ختیځ زون کې د پولیو ضد څلور ورځنی کمپاین پیل شوی او هغو سیمو ته به هم واکسین ورسول شي چې پخوا له واکسین څخه پاتې کیدې.

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت د پروګرام مسؤول، ډاکټر حکم خان ګلابزوی وایي چې د یاد ولایت په ټولو ۲۲ ولسوالیو کې به د پولیو ضد کمپاین څلور ورځې دوام ومومي او په ترڅ کې به ېې کابو ۱۳۰۰۰۰۰ ماشومان واکسین شي.

ښاغلي ګلابزوی امریکا غږ ته وویل: ”نږدې دوه میاشتې وړاندې د کنړ په پیج درې ولسوالۍ کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوی او د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې هم د چاپیریال د سمپل آزموینه مثبته وه، چې په سیمه کې د پولیو ویروس په شتون دلالت کوي.“

د نوموړي په وینا، لا هم په یو شمېر ولسوالیو کې ځینې ستونزې شته او خلک د خپلو ماشومانو واکسین ته زړه نه ښه کوي، خو د جوماتونو ملا امامان، قومي مشران او دولتي کارکوونکي د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې مرسته کوي او کورنۍ هڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

ښاغلي ګلابزوی زیاته کړه: ”موږ د کامې، خوګیاڼو او پچیراګام ولسواليو له مخورو او دیني عالمانو سره ناستې ترسره کړې، تر څو کورنۍ وهڅوي چي په کمپاینونو کې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.“

په ورته مهال د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسیدونکي له کمپاین څخه خوښ دي او له کورنیو غواړي چې خپل ټول ماشومان واکسین کړي، تر څو له یوه پلوه د ګوزڼ په وړاندې وقایه شي او له بل لوري د پولیو ویروس د خپریدو مخه ونیول شي.

د ننګرهار اوسیدونکی، سباوون اتل، امریکا غږ ته وویل: ”موږ په روان کمپاین کې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړل، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه وژغورل شي او د پولیو ویروس د خپریدو مخه ونیول شي.“

د ننګرهار بل اوسیدونکي په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د ګوزڼ پېښو شتون ته په اشارې وویل چې ټولې کورنې باید خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي، ځکه ګوزڼ ناروغي درملنه نلري او یواځې واکسین کولای شي د ماشومانو ژوند وژغوري.