ننګرهار کې د یو پخواني واکسیناتور وژل کیدل او د نوموړي د کورنۍ د دوو غړو ټپي کیدل

انځور: آرشیف

د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې یو پخوانی واکسیناتور په ډزو وژل شوی او د کورنۍ دوه غړي یې ټپیان شوي.

دا پېښه د تیرې اونۍ په وروستیو کې رامنځته شوې. وژل شوی کس شکر الله نومیږي او د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د داربند کلي اوسیدونکی او پخوانی واکسیناتور ؤ. نوموړی اوس مهال په پوهنتون کې په زده کړه بوخت ؤ.

لا تر اوسه د پېښې په تړاو کره معلومات ندي خپاره شوي، خو ویل کیږي چي له وژل شوي کس سره یې دوه ماشومان هم ټپیان شوي.

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤولین وايي چې داسې اسناد په واک کې نشته چې د واکسین په پروسه کې د وژل شوي کس په کار کولو دلالت وکړي.

د وژل شوي کس مشر ورور، امید الله، امریکا غږ ته وویل: ”زما ورور شکر الله پخوا د واکسیناتور په توګه دنده ترسره کوله، او څه موده وړاندې یې خپله دنده د زده کړو د دوام په موخه پریښې وه، او اوس مهال د پوهنتون محصل ؤ.“

د نوموړي په وینا، د شکر الله میرمن روغتیایي کارکوونکې ده او دمګړۍ د کامې ولسوالۍ په دولتي روغتون کې د ډاکټرې په توګه دنده ترسره کوي.

د شکر الله د کورنې غړي وایي چې دوی له چا سره شخصي دښمني نلري، او نه پوهیږي چې د دغې پېښې تر شا د چا لاس دی.

بل لوری ته، امنیتي مسؤولین وایي چې د یادې پېښې په تړاو یې اته تنه نیولي، او لومړنۍ څېړنې روانې دي.

یو تن امنیتی مسؤول امریکا غږ ته وویل: ”وړمه شپه د پوهنتون یو محصل له خپلې میرمنې او بچیانو سره د خپل کور په لور روان ؤ چې د نامعلومو کسانو له لوري ورباندې ډزې شوي او نوموړی وژل شوی او دوه ماشومان یي ټپیان شوي.“

د یادونې وړ ده چې پدې وروستیو کې په افغانستان کې د واکسیناتورانو په وړاندې د ګواښونو کچه راټیټه شوې، خو د دغه پخوانۍ واکسیناتور وژل کیدو یو ځل بیا د خلکو اندېښنې راپارولي.