په ننګرهار ولایت کې د پولیو ناروغۍ دریمه پېښه تائید شوه

انځور: آرشیف

د پولیو په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان وایي دا پېښه د ننګرهار ولایت په نازیان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوېده او یو دوه نیم کلن ماشوم په ګوزڼ اخته شوی دی.

دا په ننګرهار ولایت کې د ګوزڼ نا علاجه ناروغۍ دریمه پېښه ده چې په روان کال کې په نازیان ولسوالۍ کې تثبیت شوه.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د عامه اړیکو مسؤول، ډاکټر کمال شاه سید امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د دې پېښې له امله د پولیو پر وړاندې د مبارزه کوونکو ادارو تشویشونه زیات شوي دي او د دې احتمال شته چې په سیمه کې ویروس نوره وده وکړي.

نوموړي وویل: "د افغانستان د ختیځې حوزې ننګرهار ولایت نازیانو ولسوالۍ کې د پولیو ناروغۍ دریمه پېښه رامنځته شوې او یو ماشوم چې عمر یې دوه نیم کاله دی د فلج په ناروغۍ اخته شوی دی. دا ماشوم د مۍ د میاشتې په اتمه د پولیو د ناروغۍ نښې په کې راښکاره شوې وې چې وروسته تر لابراتواري معایناتو د پولیو ناروغي یې تثبیت شوه."

ښاغلی کمال شاه زیاتوي، په سیمه کې له وړاندې محیطي سمپلونه هم مثبت و او د پولیو په برخه کې ښکیلو ادارو خپلې هڅې په دې سیمه کې چټک کړې وې، د دریمې پېښې په تثبیت سره د دې احتمال شته چې ویروس نور پراخه او لا نورو سیمو ته هم سرایت وکړي.

د نوموړي په وینا، دا د هېواد په ختیځه حوزه کې د پولیو دریمه پېښه ده چې رامنځته کیږي له دې وړاندې دوه پېښې په کوټ او بټي کوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې وې.

د روغتیا سازمان دا مسؤول وايي چې په پام کې لري چې له دې پېښې وروسته د ویروس د له منځه وړلو لپاره په ختیځ کې د پولیو ضد کمپاینونه نور هم چټک کړي او په نږدې راتلونکې د جون په میاشت کې به یو بل کمپاین تر سره شي چې له ګواښ سره مخ سیمو ټول ماشومان به په کې واکسین شي.

د دې پېښو د رامنځته کیدو وروسته دا ګواښ اوس ډېر شوی دی چې دا ناروغي د هېواد نورو سیمو ته خپره نه شي. ځکه په افغانستان کې د بیلابیلو سیمو تر منځ د خلکو تګ او راتګ ډېر دی او د پولیو د لمنځه وړلو پروګرام خپلې ټولې هڅې کوي چې په افغانستان کې د پولیو ناروغي کنترول کړای شي.

د عامې روغتیا وزارت د می میاشتې په کمپاین کې ویلي و چې هڅه کوي تر ګواښ لاندې سیمو او په ټوله کې په ختیځ کې تر یو نیم میلیون پورې له پنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.

هغوی هم دا مني چې په ختیځ کې له دې امله دا مهال ګواښ لوړ دی چې له ډیورنډ کرښې د خلکو تګ او راتګ زیات دی او له دې امله ویروس هم انتقالیږي.

د عامې روغتیا وزارت د دې تازه پېښې په تړاو د امریکا غږ پوښتنې ته جواب نه دی ویلی، خو له دې وړاندې د دوه پېښو وروسته یې په سیمه کې د جدي مبارزې خبر ورکړی دی.