د ۲۰۲۱ کال د ګوزڼ لومړنۍ پېښه په غزني کې ثبت شوه؛ چارواکي

آرشیف

روغتیايي چارواکي وايې چې یاده پېښه د غزني ولایت په یوه داسې سیمه کې رامنځ ته شوې چې له تیرو څه باندې دوه کالو راهیسې په کښې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ندی پلي شوی.

د روان میلادي کال د ګوزڼ نوې پېښه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

یاده ولسوالۍ له امنیتي پلوه نا ارامه ده او روغتیايي چارواکي هم وايي چې له تېرو ۲۷ میاشتو راهیسې پدې سیمه کې د کور په کور واکسین کمپاینونو مخه نیول شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت د پولیو د پروګرام د همغږۍ مسؤل میرجان راسخ وايي چې د ژمي پدې موسم کې د ګوزڼ دا نوې پېښه په روان کال کې د نورو نویو پېښو د رامنځ ته کیدو ګواښ هم څرګندوي.

ده وويل: "... مثبته پېشه د غزنی ولایت د انډرو ولسوالۍ څخه را پورته شوې چې یو ۱۸ میاشتنی هلک ماشوم له بده مرغه د تل لپاره فلج شو، په دې سیمه کې څه باندې ۲۷ میاشتې کیږي چې د پولیو واکسین کور په کور کمپاین له پلي کیدو مخنیوی شوی دی."

Your browser doesn’t support HTML5

د ۲۰۲۱ کال د ګوزڼ لومړنۍ پېښه په غزني کې ثبت شوه؛ چارواکي

نوموړي زیاته کړه، که چیرې د کمپاین په هر پړاو کې د ماشومانو د واکسین کولو زمینه زمونږ روغتیایی کارکوونکو او واکسیناتورانو ته مساعده نشی، ښايي په روان زیږدیز کال کې ډیر ماشومان په دې ناروغۍ اخته شي.

د پوليو په پروګرام کې مرسته کونکي بنسټونه د غزني په څېر سیمه کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ موجودیت د اندېښنې وړ بولي، ځکه یاده سیمه په تیرو څو کالو کې له پولیو څخه تر ډیره بریده پاکه بلل کیده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د پروګرام (یونیسف) د پوليو د برخې ویاند سید کمال شاه وايي چې په غزني ولایت کې تر ډيرې مودې وروسته د ګوزڼ نوې پېښه ښيي چي له ویروس څخه پاکو شویو سیمو ته بیرته یادې ناروغۍ سرایت کړی.

ده وويل: "... په غزني کې تقریباً وروستیو څو کلونو کې د پوليو کومه مثبته پېښه نه وه رامنځ ته شوی، دا نوې پېښه د غزني په اندړو یوه داسې سیمه کې رامنځ ته شوې چې هلته د اوږدې مودې راهیسې واکسین ندی پلي شوی."

د نوموړي په وینا، هلته د ماشومانو د بدن مقاومت هم کم دی او د سیمې اوسیدونکي يې د هیواد د نورو برخو په ګډون پاکستان ته هم ډیر تګ راتګ کوي چي دې سیمې ته د ګوزڼ ویروس رسیدل یوه جدي اندېښنه را پورته کړې ده.

افغان حکومت او نړیوال کاري شریکان يې پرلپسې هڅې کوي چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ لمنځه یوسي، خو له بده مرغه پدې برخه کې ځينې خنډونه لاهم پر خپل ځای پاتې دي.

د پوليو پرضد مبارزه کې د کور په کور واکسین مخنیوی تر ټولو لوی خنډ بلل کیږي.

روغتیايي مسؤلین وايې چې تیر میلادي کال هم د ګوزڼ تر ټولو زیاتې پېښې په هغو سیمو کې وې چې له اوږدې مودې راهیسې ماشومان د یاد پروګرام له لارې د ګوزڼ له واکسین څخه محروم پاتې شوي وو.

تیر میلادي کال په ټول افغانستان کې د پولیو ۶۵ مثبتې پېشې ثبت شوې وې.