خوست کې د ناامنو سیمو وګړي د کور په کور واکسین غوښتنه کوي

آرشیف

د خوست د ځينو سيمو يو شمېر خلک له روغتيايي مسؤلينو غواړي چې د پوليو واکسين کور په کور تطبيق کړي.

د خوست ولایت موسې خېل، صبرۍ او قلندر هغه سيمې دي چې د ګوزڼ ضد واکسین په کې کور په کور نه پلی کيږي.

د خوست د هغو سيمو يو شمېر اوسیدونکي، چې د کور په کور پوليو واکسين څخه بې برخې دي، له روغتيايي چارواکو غواړي ترڅو ورته صحي رضاکاران ور وليږي.

د ۲۰۱۹ ميلادي کال د اپریل مياشتې راهيسې چې د پوليو واکسينو کمپاينونه له ستونزو سره مخ شول، د دې ولايت په موسی خېلو، قلندر، صبريو او ځينو نورو سيمو کې د کور په کور واکسين کمپاين نه دی پلی شوی.

د خوست اوسیدونکی سيد آمين وايي، که صحي رضاکاران کور په کور د واکسينو تطبيق وغواړي، خلک ورسره پوره همکاري کوي، ځکه تر ډېره بريده د دغو واکسينو پر اهميت پوهیدلي دي.

هغه وويل: "... مخکې به يې [واکسین] کور په کور ګرځول، چې ډیر ښه وو. یو څه وخت کيږي چې واکسين بند شوي دي او ماشومان له واکسينو پاتې کیږي."

هغه زیاته کړه، هر څوک موټر او ټېکټر نه لري چې روغتيايي مرکزونو ته ماشومان يوسي. نو له چارواکو مو غوښتنه ده چې کور په کور واکسين پیل کړي."

د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر ګل محمد الدين منګل امریکا غږ ته وويل، چې لا هم په ګڼو سيمو کې د وسله والو طالبانو له لوري کور په کور ياد کمپاين ته د تطبيق اجازه نه ده ورکړل شوې.

هغه وويل: "... د کور په کور کمپاين ګټې دا دي چې که ماشومان ويده، مريض، چیرته ميلمانه يا هم نوي زېږيدلي وي، زموږ د واکسينو ټيمونه ورته رسیدګي کولی شي."

د هغه په وینا، زمونږ ټیمونه د ماشومانو پوښتنه کوي، د کورنۍ له غړو سره يې خبرې کوي او هغوی ته د پوليو واکسين تطبيقوي.

روغتيايي مسؤلين وايي، چې د يو شمېر کورنيو د انکار او ځينو سيمو ته د صحي رضاکارانو د نه ورتلو له امله د وروستيو کمپاينونو پرمهال لسګونه زره ماشومان له ګوزڼ ضد واکسين نه محروم شوي دي.

د خوست ولايت اوسیدونکی، شیرخان بيا له خلکو غوښتنه لري چې د خپلو ماشومانو روغتيا په نظر کې ونيسي او د ګوزڼ ضد واکسينولو لپاره يې نږدې روغتيايي مرکزونو ته يوسي.

پوليو دايمي معلولوونکې ويروسي ناروغي ده، چې له يوه انسان څخه بل ته په ډېرې آسانۍ سره انتقالېږي.

د روغتياپالانو په وينا د هر کمپاين پر مهال هر ماشوم ته د ګوزڼ ضد واکسين په ورکولو سره د دې ناروغۍ مخنيوی ممکن دی.