په ننګرهار کې د پولیو کمپاین د ژر تر ژره پیل کېدو غوښتنه

آرشیف

تېره اونۍ په افغانستان کې له یوه اوږده ځنډ وروسته د پولیو ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو خو ننګرهار او ختیځ ولایتونو کې لا هم دغه کمپاین نه دی پیل شوی.

وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبانو کابل ونیوه او واکمني یې تر لاسه کړه ورسره د پولیو واکسین د تطبیق پروسه هم ودرېده.

د ننګرهار اوسیدونکي وایې چې په دې ولایت کې د پولیو واکسین د کمپاین په پیلولو کې ځنډ اندېښمن کړي دي او وایي که پیل نشي، شاید ډېر ماشومان په دغې ناروغۍ اخته شي.

دوی دا وېره داسې مهال څرګندوي چې د کابل په شمول د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د پولیو کمپاین پیل شوی خو لا هم په ننګرهار کې د پولیو واکسینو د کمپاین کوم څرک نه تر سترګو کیږي.

تېره اونۍ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې کور په کور د پولیو د واکسینو کمپاین پیل شو تر څو یو ځل بیاکوچني ماشومان د پولیو ناروغۍ ضد واکسین وکړي.

د جلال آباد ښار اوسیدونکي وایې، لکه د نورو ولایتونو دې په دې ولایت کې هم ژر تر ژره د پولیو واکسین کمپاین پیل شي تر څو د دوی کمکیان هم له دې ناروغیو وژغورل شي.

دوی زیاتوي، که یاد کمپاین پیل نشي نو ممکن په ټولنه کې د دغه بدمرغه ناروغۍ رېښې ډېرې وغځیږي او په خبره یې د پولیو دغه دوه څاڅکي واکسین یې ټولنه کې ګلالي ماشومان له دایمي معلولیت څخه ژغوري.

د جلال آباد ښار اوسیدونکی جاوید وايي: " مونږ چې څومره خبر لرو په نورو ولایتونو کې پولیو واکسین پیل شوی خو ننګرهار ولایت کې نه پیلیدو ډېر اندېښمن کړي یو."

د ښار یو بل اوسېدونکي کریم هم همدا خبره وکړه.

بل لورته روغتیا پالان هم د ننګرهاریانو دغه اندېښنې پر ځای بولي او زیاتوي چې که د پولیو واکسین تر پنځه کلونو ټیټو ماشومانو ته پر خپل وخت تطبیق نشي نو ښایي ډېری ماشومان د پولیو په ناروغۍ اخته شي.

د پوهنتون استاد او داخله ناروغیو متخصص داکټر حیات الله حیات وایې، که د مهالویش سره سم د پولیو واکسین په منظمه توګه ونشي، د کوچنیانو د دایمي فلج لامل ګرځي او په پایله کې به د ټولنې او کورنۍ د اوږو بار شي.

وروسته له هغې چې په تېر جمهوري نظام کې په ننګرهار کې پر واکسیناتورانو وسلوال بریدونه وشول او یو شمېر ښځینه او نارینه واکسیناتوران ووژل شول نو ورسره په ننګرهار کې د پولیو واکسینو د تطبیق پروسه له خنډ سره مخ شوه او د سیاسي حالت په بدلون سره همداسې نوره هم وځنډېده.