​ په میدان وردګ کې د پولیو کمپاین بریالی بلل شوی

افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین

د میدان وردګ ولایت یو شمېر اوسیدونکي د خوښۍ په څرګندولو سره وايي چې اوسمهال یاد ولایت کې د ګوزڼ واکسین کور په کور رسیږي او کورنۍ هم د عامه پوهاوي له کبله خپل له پنځو کالو کم عمره ماشوم واکسینوي.

دوی هیله مندي ښی چې د ګوزڼ واکسین کمپاینونه همداسې دوام وکړي، چې دا ناعلاجه مرض د تل لپاره په افغانستان کې محوه شي.

دې ولایت کې اوس د ګوزڼ ضد واکسین کور په کور تطبیق کیږي او خلک خوښ دي چې واکسین کوونکي د دوی تر دروازو ورځي او هر ماشوم ته واکسین کوي.

د سیداباد ولسوالۍ اوسیدونکی، سیف الله ذهین له امریکا غږ سره په خبرو کې وايي چې د پولیو کارکونکي د دوی د کورونو د دروازو شاته ته راځي او ماشومان یې.

ذهین هیله مندی ښايي چې کمپاینونه همداسې په ښه توګه سره دوام پیدا کړي: "د واکسین له کارکوونکو څخه ډیر خوشحاله او منندوی یو چې کور په کور ګرځي او ماشومانو ته واکسین تطبیق کوي، له نیکه مرغه د واکسین تطبیق په برخه کې مثبت بدلونونه راغلي دي، خلکو ته عامه پوهاوی ترسره شوی دی او د پخوا په پرتله خلک په پوره لیوالتیا سره خپل ماشومان واکسینوي."

هغه زیاته کړه، هیله او امید لرو چې راتلونکې کې هم داسې کمپاینونه وي چې زموږ ټولنه او ماشومان د پولیو یا ګوزڼ له ناروغۍ څخه په امن کې وي.

د دې ترڅنګ د میدان وردګ د جغتو ولسوالۍ اوسیدونکی، حبیب الله هم له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: "په میدان وردګ ولایت کې د پولیو واکسین د تطبیق پروسه په منظم ډول روانه ده او خلکو ټول ماشومان په منظم ډول واکسین کوي او خلک دیته خوشالي څرګندوي چې ماشومان یې واکسین شي، نو انشاالله داسې ځای به نه وي چې هلته ماشومان له واکسین څخه محروم وي."

همدغه راز په میدان وردګ ولایت کې د کتلوي معافیت ولایتي مسؤول، ډاګټر صاحب الدین امرخیل هم امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې یاد ولایت کې د ګوزڼ واکسین کمپاینونه په بریالی توګه ترسره کیږي، او د ګوزڼ په وروستي ترسره شوي کمپاین کې هم په لوړ شمېر ماشومان واکسین شول او په ډیره کمه کچه ماشومان د غیر حاضرۍ له کبله له واکسین څخه پاتې شول.

نوموړي وویل: "میدان وردګ ولایت کې ډیر کم ماشومان چې شاید په مجموع کې ۱۰۰ یا ۱۲۰ نفره وي له واکسینه په مختلفو دلایلو پاتې وي - یا به دا ماشومان په کورونو کې نه وو، یا به یو نیم غیرحاضر وو او یا به یو تعداد واکسین رد کړی وي- چې دا تعداد بیخی فیصدي کې هم نه راځي، چې د هغو لپاره هم موږ ته اخر کې لیست راکول کیږي، چې دا کسان پدې دلایلو له واکسین څخه پاتې دي."

د واکسین په وروستیو کمپاینونو کې هغه ماشومان چې په لیرې پرتو سیمو کې او یا د نورو عواملو له امله له واکسین پاتې کیږي، له کمپاین وروسته هم رضا کاران ورځي او دوی تعقیب کوي تر څو واکسین شي.