ننګرهار کې له واکسین پاتې ۱۰زره ماشومانو ته پولیو څاڅکي رسیدلي

ننګرهار ولایت روغتیایي چارواکي وايي، چې په ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ له واکسین څخه پاتې شویو لس زره ماشومانو تهيې د پولیو څاڅکي رسېدلي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخېل امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، ددغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې یې هغو لس زره ماشومانو ته لاسرسی موندلی چې حکومتي ځواکونو پکې عملیات کړي او تر دې وړاندېد واکسین روغتیایي کارکوونکو ته اجازه نه ورکول کېدله.

هغه وویل"د کوټ رودات، چپرهار او مومندرې ولسوالیو په ځینو برخو کې لس زره هغو ماشومانو ته لاسرسی پیدا شوی، پخوا پکې جنګ و موږ نه شول کولی چې ماشومان واکسین کړو. مخکینو کمپاینونو کې د ننګرهار په کچه ۲۹ زره ماشومان له واکسین پاتې کېدل خو تېر کمپاین دغه کچه ۱۹ زره ته راښکته شوې ده او زموږ لاسرسی زیات شوی دی".

نوموړی وايي، د قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته به ډېر ژر پاتې نورو ماشومانو ته هم واکسین ور ورسېږي.

د ننګرهار امنیتي چارواکو ویلي، هغو سیمو کې به هم عملیات وکړي چې ماشومان یې د پولیو له واکسین څخه پاتې کېږي او روغتیايي کارکوونکي نه شي ورتللی.

په ورته وخت کې ځايي خلک پر کورنیو غږ کوي چې ماشومانو ته د پولیو واکسین په رسولو کې نا راستي ونه کړي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی قیام الدین خیام چې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین په اهمیت پوهیږي، په دې هکله خپل نظر داسې څرګند کړل.

ده وویل" زه په کورنیو غږ کووم چې د خپلو ماشومان ژوند دې نه تبا کوي، که په هر ډول سیمه کې وي باید ماشومان واکسینو ته ور ورسوي".

روغتیایي کار کونکي وایي، چې د ګوزڼ ناروغۍ د تداوي لپاره تر اوسه کوم در مل نه دي جوړ شوي، خو دو پولیو واکسین دوه څاڅکي کولی شي ماشومان له دېتلپاتي معلولیت لرونکې ناروغۍڅخه وژغوي.

د روان عیسوي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو نهه مثبت پېښې ثبت شوي چې دوه په کونړ، یوه په ننګرهار، پنځه په کندهار او وروستی پيښه هم په هلمند ولایت کې ثبت شوې ده.