خوست کې د پولیو د خپریدو مخه نیول شوې

د خوست د عامې روغتيا مسوولين وايي، په دغه ولایت کې د یو لوړ ستونزو سربیره، بیا هم د پوليو ويروس د خپرېدو مخنيوی شوی.

سره له دې چې د افغانستان د نورو سيمو په څېر په خوست کې هم د واکسين د تطبيق پر وړاندې ځينې ستونزې شته، خو په مجموعي ډول په دغه ولایت کې د ګوزڼ ناروغۍ د رامنځته کېدو احتمال کم شوی دی.

د خوست د عامې روغتيا مسوولين وايي، که څه هم د ځينو ستونزو له کبله يو شمېر ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين نه رسېږي، خو بيا يې هم د پوليو ويروس د خپرېدو مخنيوی کړی دی.

د پوليو په اړه د عامه پوهاوي ولايتي مسؤل ډاکټر نجيب‌الرحمن رحماني امريکاغږ ته وويل،که عامه پوهاوی او د کمپاينونو پرمهال د واکسين په تطبيق کې د خلکو همکاري دوام ولري، د ګوزڼ هيڅ مثبته پېښه به رامنځته نه شي.

رحماني زياته کړه "په ټولنه کې د عامې پوهاوي په زياتېدو سره د خلکو همکاري پراخه شوې ده. د واکسين د تطبيق کيفيت د پخوا په پرتله ښه شوی دی. بل لامل يې دا دی چې زموږ نظارت پياوړی شوی دی."

د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکي سعيد امريکا غږ ته وويل، د خپلې سيمې خلک يې د پوليو ضد واکسين د اهميت او د دغه ناروغۍ د خطر په اړه تر ډېره بريده پوهېدلي دي.

سعيد وويل "زموږ په ولسوالۍ کې خلک د ګوزڼ ضد واکسين په تطبيق کې له صحي رضاکارانو سره ډېره مرسته کوي. مخکې مخالفت ډېر و، خو هغه وخت يې په اهميت نه پوهېدل. اوس خلک پوه شوي دي چې ګوزڼ د ماشومانو ژوند تباه کوي."

تېرکال په افغانستان د ګوزڼ ۱۳ مثبتې پېښې ثبتې شوې وې، خو روان ۲۰۱۷ ميلادي کال تر اوسه په دغه هېواد کې د پوليو د څلورو مثبتو پېښو راپور ورکړل شوی دی.

ديني عالم عبدالقدوس پر ټولو خلکو غږ کوي، چې له دغې دايمي معلولوونکې ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورنې لپاره د اسلامي وجيبې پربنسټ، هغوی ته د ګوزڼ ضد واکسين په تطبيق کې له ناغيړۍ ډډه وکړي.

هغه وويل "دا د روغتيا مسئله ده، چې بايد ماشومانو ته واکسين ورکړل شي. په مجموع کې ټول ولس مسووليت لري، چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين ورکړي، ترڅو زموږ راتلونکی نسل د فلج له ناروغۍ څخه وژغورل شي. "

پوليو ساري او د تل لپاره معلولوونکې ناروغي ده. د روغتياپالانو په وينا، تر هغه چې په افغانستان کې د پوليو يوه مثبته پېښه هم موجوده وي، هيڅ بل ماشوم ددغې ناروغۍ له خطره خوندي نه دی.