ځیني وزیري ماشومانو ته د پولیو واکسین نه ورکول کیږي

د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمې د پولیو ځالې ګڼل کیږي


د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ ته له جنوبي وزیرستان څخه راغلي زیاتره کډوالې کورنۍ، خپلو ماشومانو ته د پوليو واکسين له تطبيق ډډه کوي. روغتيايي مسؤلين وايي، که څه هم دوی هڅه کړې، خو لا هم نه توانېدلي چې دا کورنۍ واکسین کولو ته راضي کړي.

برمل د پکتیکا ولایت له سرحدي ولسوالیو څخه ده، چې له پاکستان سره ۳۶۵ کیلو متره ګډه پوله لري. په برمل ولسوالۍ کې د پولیو واکسین د درۍ میاشتنې ځند او نه تطبیق له کبله، په دې ولسوالۍ کې له پولیو واکسین څخه د انکاري کورنیو شمیر هم زیات شوی دی.

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ولي ګل امریکا غږ ته وویل، د واکسین د ښه تطبیق او عامه ذهنیت جوړونې په موخه د یو مشخص کمپ د جوړېدو غوښتنه وکړه، تر څو د ستونزو په وړاندې پر وخت اقدام وشي.

ډاکټر ولي‌ ګل وویل "بعضي خلک نه غواړي چې دوی ماشومانو ته واکسین ورکړي، مونږ چې له دوی سره خبري کړي دوی دا وایې چې مونږ په همدې خاطر له پاکستان څخه برمل ته راغلي یو چې ماشومانو ته واکسین ورنه کړو”.

ناسمې انګیرنې

په پکتیکا کې د کتلوي معافیت مسؤل ډاکټر حکیم بیا په برمل ولسوالۍ کې د پولیو واکسین څخه د انکاري کورنیو د شمېر د زیاتوالي لاملونه، په دې ولسوالۍ کې د واکسین په اړه ناسمې انګېزې او د خلکو د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالی بولي.

نوموړی وایي "په برمل کې تر ټولو ولسوالیو زیات رد لرو چې نه غواړي د پولیو واکسین تطبیق کړي، لاملونه غلطې انګېزې او افواهات دي خو هڅه کوو دا شمیر را کم کړو."

قومي مشر حاجي عبدالعزیز له پنځه کالو ښکته ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول د میندو او پلرونو مسؤلیت او د ماشومانو حق ګڼي.

نوموړي وویل "لکه څومره چې پلار حقدار دی همدومره اولاد هم حق لري، لکه څومره چې اولاد د تعلیم حق لري همدومره د سالم صحت حق هم لري”.

په تېر ۲۰۱۶ مېلادي کال کې د افغانستان له نیمايې زیاتي د پولیو پیښې د پکتیکا په برمل ولسوالي کې رامنځ ته شوي وي، خو په روان ۲۰۱۷ مېلادي کال بیا تر دې مهاله د هیڅ کومې مثبت پیښې راپور نه دی ورکړل شوی.