په خوست کې د پولیو د واکسیون ګرځنده کمپاین پیل شو

د خوست د عامې روغتيا رياست مسؤلين له خلکو غواړي چې په لويو لارو او کليو کې له ګمارل شويو صحي رضاکارانو سره د ماشومانو په واکسينولو کې مرسته وکړي.

د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر ګل محمدالدين منګل وايي، د دغه ولايت په لويو لارو کې يې د هغو ماشومانو د واکسينولو په خاطر د صحي رضاکارانو ۵۷ ټيمونه ګمارلي، چې د وروستيو کمپاينونو پرمهال د ګوزڼ له واکسين نه محروم شوي دي.

ډاکټر منګل وويل، که څه هم خلک همکار دي، خو د ټولو محرومو ماشومانو د واکسينولو لپاره اړينه ده، چې د ټولنې هر قشر په دغه بهير کې له واکسيناتورانو سره همکاري نوره هم زياته کړي.

ښاغلي منګل زياته کړه: ”له ټولو موټر چلوونکو، علمايي کرامو، قومي مشرانو او د امنيتي ځواکونو نه هيله کوو، چې زموږ له موبايل ټيمونو سره همکاري وکړي، تر څو هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو څخه ټيټ دي، د ګوزڼ ضد واکسين ورته تطبيق کړو چې له دغه وحشي ويروس نه په امن کې پاتې شي‟.

د روغتيايي مسؤلينو د معلوماتو له مخې د نومبر مياشتې په فرعي کمپاين کې د خوست په ځينو ولسواليو او سيمو کې د ناامنۍ له کبله څه باندې ۴۰ زره ماشومان د پوليو له واکسين څخه بې برخې شوي وو.

د خوست مرکز د خالصې سيمې اوسېدونکی عطاء خان د ګوزڼ ناروغۍ پرضد د ماشومانو د واکسينولو هغه ټيمونه موثر بولي، چې په دې وروستيو کې د عامې روغيتا رياست له لوري ګمارل شوي دي.

نوموړی وايي: ”د واکسينو ټيمونه راځي، له ټولو سره موږ همکار يو. همېشه خپلو ماشومانو ته واکسين ورکوو. څوک يې مخنيوی هم نشي کړای او نه يې څوک مخنيوی کوي. د واکسينو په ګټه هرڅوک پوهېدلي دي، که څوک واکسين نه تطبيقوي، په راتلونکې کې به د خپل ماشوم ټوله زنده ګې تباه کړي‟.

د ځاځي ميدان ولسوالۍ اوسېدونکي نصرت الله وويل، له دې کبله چې ددغې ولسوالۍ زياتره اوسېدونکي د ګوزڼ ناروغۍ پر خطر او د واکسين پر اهميت پوهيدلي، ماشومان په خپل وخت واکسينوي.

افغانستان، پاکستان و اوس مالیزیا د نړۍ هغه درې هېوادونه چې د ګوزڼ ويروس په کې پاتې دی. د پوليو ويروس له کبله رامنځته کېدونکی فلج تداوي نه لري، خو د مخنيوي يواځنۍ لاره يې د دې ناروغۍ ضد واکسين دي.