سیاسي احزاب: اوسنی ټاکنیز سیستم نه منو

د افغانستان یو شمیر ګوندونو او سیاسي خوځښتونو د دوشنبه په ورځ د ټاکنو کمیسیون مخې ته، په یوې اعتراضي غونډه کې د اوسني ټاکنیز نظام پر بدلون ټینګار وکړ.

دغو ګوندونو او سیاسي خوځښتونو، چې شمیر یې ۳۵ ته رسیده، په یوه خوله له حکومت څخه وغوښتل، چې د راتلونکو ټاکنو له عملي کولو مخکې په ټاکنیز نظام کې اصلاحات راولي.

د دغو ګوندونو استازو وویل، چې اوسنی ټاکنیز نظام دوې ته د منلو نه دی او باید بدل شي.

په دغه ناسته کې فیض الله ساپي د ټولو ګوندونو په استازیتوب وویل "اوسنی ټاکنیز نظام یا اس ان ټي وي بیکاره، فساد زیږونکی او پارلمان ته د ولس د ریښتونو استازو د لیږلو مانع دی او د دغه ټاکنیز نظام پر بنسټ موږ ته ټاکنې د منلو وړ ندي".

دغه ګوندونه همدارنګه وایي چې په راروانو ټاکنو کې باید هر ولایت د یوې حوزې په توګه ومنل شي او د ټولنې هرې برخې ته په ټاکنو کې د رای ورکولو زمینه برابره شي.

د اسلامي حزب په استازیتوب عبیدالله بارکزي وویل ټاکنې باید له خپل اصلي وخت څخه مخکې د میزان په لومړۍ نیټه ترسره شي.

ښاغلي بارکزي همدارنګه ټینګار وکړ، چې د اوسني سیستم پرځای باید خلک د ګوندونو استازو ته رایه ورکړی "ددې لپاره چې د خلکو رایې ضایع نه شي او په رایو کې مداخله ونه شي باید د احزابو د فهرست له لارې رایه ورکړي.د هغه حزب له لارې چې څوک پکې غړیتوب ولري د هغه د فهرست له لارې رایه ورکړي".

په دې ناسته کې د مدني ټولنو په استازیتوب انجینیر ستار وویل"کمیسیون د انتخاباتو ته وایم چې پروسه شفافه کړه د هغو میکانیزمونو د کار واخلي چې کارا وي او د شفافیت تضمین وشي چې خلک خپله رایه استعمال کړي".

دغه احزاب په دې باور دي چې له ټاکنو څخه د پوره څارنې لپاره دې په دواړو کمیسیونونو کې د څارنې یوه خونه او د رایو د ضایعو کیدلو د مخنیوي لپاره دې ټاکنیز ائتلافونه جوړ شي.

دغه ګوندونه او سیاسي خوځښتونه وایي که چیرې یې غوښتنې ونه منل شي لویې ناستې او لاریونونه به وکړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې د دغه کمیسیون یو کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي امریکا غږ ته ویلي وو، چې اوس مهال عملا د ټاکنو پروسه پیل شوې ده او په سیستم کې هر ډول بدلون به په پروسه کې د ګډوډۍ لامل شي.