د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په قطر کې د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره وکتل.
ښاغلي پمپیو وايي چې له ملا برادر سره یې په خبرو کې د« افغانستان د سولې مذاکرات» د پیل کېدو هرکلی وکړ.
ښاغلي پمپیو د شنبې په ورځ سپتمبر۱۲(وږي۲۲) په خپل ټویټر کې لیکلي: « د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا برادر سره مې ولیدل او د افغان سولې د مذاکراتو د پیل کېدو هرکلی مې وکړ. طالبان باید د سیاسي جوړجاړي او د څلوېښت کلنې جګړې د ختمولو لپاره د هر اړخیز او دایمي اوربند د رسېدو لپاره له دغه فرصت څخه ګټه واخلي. دا هڅه باید د افغانانو په مشرۍ وشي.»
Met with Taliban Political Deputy Mullah Beradar to welcome the launch of Afghan peace negotiations. The Taliban must seize this opportunity to forge a political settlement & reach a comprehensive & permanent ceasefire to end 40 years of war. This effort must be Afghan led. pic.twitter.com/i7AUlGsBGz
— Secretary Pompeo (@SecPompeo) September 12, 2020
ښاغليو پمپیو او ملابرادر په قطر کې د «افغانستان د سولې مذاکرات» د پیل له مراسمو وروسته لیدلي دي. د دوی د خبرو په اړه نور جزیات ورکړل شوي نه دي.
ټاکل شوې چې سبا یکشنبه د «افغانستان د اسلامي جمهوریت» او طالبانو د مذاکراتي ډلو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي.
د افغانستان د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله وویل چې دوی قطر ته په ښه نیت ورغلي او پر طالبانو یې غږ وکړ چې دا فرصت ضایعه نکړي.
ملا عبدالغني برادر هم وویل چې دوی به هڅه وکړي چې دا خبرې مثبته نتیجه ورکړي.
د امریکا، ناټو او برتیانیا په ګډون یو شمېر هېوادونو د دغو خبرو د پیل کېدو هرکلی کړی دی او هیله یې کړې ده چې دا خبرې په افغانستان کې دایمي سولې او ثبات ته لار پرانیزي او روانه جګړه ختمه کړي.