په کوویډ۱۹ د اخته کیدو ګمان؛ پمپیو قرنطین شو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۱۶ (لیندۍ ۲۶) په کروناویروس اخته یو کس سره چې د کوویډ۱۹ ازموینه یې مثبته ده له تماس وروسته ځان قرنطین کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې ښاغلی مایک پمپیو د کروناویروس معاینه کړې او نتیجه یې منفي وه.

پدې اعلامیه کې راغلي دي چې: "د امراضو د کنترول او وقایې د مرکز د لارښوونو پر اساس به هغه په قرنطین کې وي او د بهرنیو چارو وزارت د روغتیایي ټیم د جدي څارنې لاندې دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د فردي محرمیت د ساتلو په خاطر د هغه کس هویت نه افشا کوي چې ښاغلي پمپیو ورسره تماس درلوده.

له دې دمخه د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس او د امریکا د کانګرس د استازو مجلس رئیسه ناسي پلوسي په کوویډ۱۹ باندې د اخته کسانو سره د تماس په خاطر قرنطین شوي وو.

خو د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د اکتوبر په میاشت کې په کروناویروس باندې د اخته کیدو په وحه په روغتون کې بستر شوی و. د هغه میرمن ملانیا ټرمپ او د ښاغلي ټرمپ زوی بارون هم هغه وخت په کروناویروس اخته شوي وو.

ښاغلي پمپیو د کروناویروس د وبا پر وخت د نړۍ مختلفو سیمو ته بهرني سفرونه درلودل، خو په ټولو سفرونو کې یې ماسک تاړه.

د امریکا د جانس هاپکیز پوهنتون د شمیرو له مخې د امریکا په متحده ایالاتو کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر د نن چهارشنبې ورځې تر سهاره نژدې ۱۶.۸ میلیون تنو ته رسیدلی او ددې ناروغۍ په وجه د مړو شویو کسان شمیر شاوخوا ۳۰۴۶۰۰ تنو ته لوړ شوی دی.