پمپیو غواړي ایرانیان د خپل حکومت ضد مظاهرو ملاتړ وکړي

د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو پلان لري چې د ایران نه دباندې میشتو ایرانیانو نه وغواړي په خپل ملک کې د رژیم مخالفه مظاهرو ملاتړ وکړي.

د ولسمشر ټرمپ اداره د هغې نه وروسته چې د ایران سره د اتومي وسلو په سر د موافقې نه ووت، خواهش لري په ایران کې حکومت بدل شي.

ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا سره د تعلقاتو ښه کیدو نه وروسته د ایران په اړه سخت دریځ خپل کړیدی. ولسمشر ټرمپ د روان کال د می په ٨ نیټه په ایران د اقتصادي بندیزونو د بیا لگولو اعلان وکړ او نړیوالو ته یې خبرداری هم کړی چې د ایران سره د تجارت به ښه نتایج و نلري.

د امریکا د اتومي وسلو په سر د موافقې نه د وتلو پریکړې د امریکا ملگرې ملکونه یعني اروپایي ملکونه هم حیرانه کړي و.

مایک پمپیو پلان لري چې نن دوشنبه یعني جولایي ٢٣ وینا وکړي او د ایران نه بهر میشتو ایرانیانو وغواړي چې په خپل هیواد کې د رژیم مخالفه مظاهرو ملاتړ وکړي.

د یادونې وړ ده د ایران ولسمشر حسن روحاني په خپلو تازه څرګندونو کې امریکا تورنه کړیده چې ګنې د ایران د رژیم د نسکورولو هلې ځلې کوي.

حسن روحاني د یکشنبې په ورځ (جولاۍ۲۲) په تهران کې د ایراني ډیپلوماتانو یوې غونډې ته وویل چې امریکا د ایران پر ضد سخته پالیسي مخ ته وړي خو خبرداری یې ورکړ چې دا کار به ورته لوی زیان ورسوي.