پاپ فرانسیس: له مهاجرینو څخه سیاسي ګټه مه اخلئ 

پاپ فرانسیس یونان کې د کډوالو کمب ته تللی و

د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس له کډوالو څخه سیاسي استفاده وغندله او د مهاجرو په اړه یې د ځینو اروپايي ‌هېوادونو په سختو تګلارو هم انتقاد وکړ.

پاپ فرانسیس د یکشنبې په ورځ ډسمبر پنځمه (لیندۍ۱۳) د یونان د لسبوس په کمپ کې د ۲۰۱۶ د مهاجرو بحران ته په اشارې وویل چې په تېرو پنځو کلونو کې د مهاجرو او پناه غوښتونکو په اړه ډېر کم تغیرات راغلي دي.

نوموړی په ۲۰۱۶ کې هم یونان ته تللی و او د سوریې ۱۲ پناه غوښتونکي یې له ځان سره راواستل.

هغه وویل د مدیترانې بحیره،‌ چې اروپا ته د کډوالو د رسېدو عمده لار بلل کیږي، لا هم یو بد «قبرستان او بې شناخته قبر» دی. هر کال زرګونه پناه غوښتونکي د مدیترانې په بحیره کې په اوبو کې غرق کیږي او مړه کیږي.

نوموړي تاکید وکړ چې له مهاجرینو او پناه غوښتونکو څخه نباید سیاسي ګټه واخیستل شي.

هغه وویل چې باید د مهاجرت عوامل وپلټل شي «نه هغه خلک چې د دې د عواقبو قیمت پرې کوي او په سیاسي‌ اوازو کې ترې ګټه» اخیستل کیږي.

فرانسیس یونان او قبرس ته د خپل پنځه ورځني سفر په ترڅ کې د کډوالو د ماورووني کمپ ته هم ولاړ، په دغه کمپ کې ۲۳۰۰ پناه غوښتونکي، چې اکثریت یې افغانان دي، مېشت دي. له دغه کمپ څخه چارچاپېره اغزن مزي او سمنټي دیوالونه راتاو دي.

پاپ وویل چې دا «زړه ماتوونکی» دی چې ځینې اروپايي مشران د کډوالو د مخنیوي لپاره په اغزنو تارونو «مشترکې پېسې» لګوي. هغه وویل: « موږ د دیوالونو او اغزنو مزو په زمانه کې ژوند کوو.»

په تېرو کلونو کې ځینو اروپايي هېوادونو د مهاجرو او پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره په خپلو سرحدونو کې دیوالونه درولي او اغزن تارونه یې غځولي دي. په تازه اقدام کې د پولنډ صدراعظم له اروپايي ټولنې څخه غوښتي‌ چې له بلاروس څخه د مهاجرینو د ورتګ د مخنیوي لپاره دې په سرحد کې د دیوال جوړېدل تمویل کړي.