پاپ: له ښځو سره کورنی تاوتریخوالی "تقریباً شیطاني" چلند دی 

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس، د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی "تقریباً شیطاني" چال چلند ګڼلی او ویلي یې دي چې والدین باید هیڅکله خپل اولاد په سپیړه ونه وهي.

پاپ دغه څرګندونې په یوه تلویزیوني خپرونه کې د کورني تاوتریخوالي د یوې قرباني شوې ښځې په وړاندې بیان کړې چې پدې وروستیو کې د څلورو اولادونو سره له کوره تښتیدلې وه.

د پاپ دغه خبرې چې د ایټالیا د جي۵خصوصي تلویزیوني شبکې له لارې خپرې شوې، د کورني تاوتریخوالي د محکومولو په هکله د هغه تر ټولو سخت بیان دی.

پاپ پدغه خپرونه کې د یوې بې سرپناه میرمنې، یو بندي او یو محصل سره لیدنه وکړه او قرباني شوې ښځې پاپ ته خپل د ژوند کیسه وکړه.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر وویل: "زما لپاره دغه مشکل [کورنی تاوتریخوالی] تقریباً شیطاني دی، ځکه د یو کس له کمزورتیا څخه ناوړه ګټه پورته کول دي چې نشي کولای له ځانه دفاع وکړي او یواځې د وهلو د مخنیوي هڅه کوي. دغه چلند ډیر له سپکاوي ډک دی، ډیر سپکاوی دی."

پاپ همداشان وویل دا ډیر د سپکاوي وړ دی چې والدین خپل اولادونه په سپیړه وهي. هغه وویل: "تل مې ویلي: هیڅکله د یو ماشوم پر مخ سپیړه مه وهئ. ولې؟ پدې خاطر چې ستاسې مخ ستاسې وقار دی."

د تاوتریخوالي د قرباني شوې ښځې په ځواب کې چې له پاپ څخه یې وپوښتل څنګه کولای شي بیرته خپل وقار ترلاسه کړي، پاپ وویل چې هغې هیڅکله خپل وقار له لاسه ندی ورکړی.

پاپ وویل: "زه ستا وقار حس کولای شم. که خپل وقار دې له لاسه ورکړی وای، اوس به دلته نه وای."

د کروناویروس د وبا له پیل راهیسې چې ډیر خلک یې اړ کړي زیات وخت په کورونو کې تیر کړي، پاپ فرانسیس په وار وار د کورني تاوتریخوالي پر ضد خبرې کړې دي.

له دې دمخه د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو سازمانونو د کرناویروس د وبا په ترڅ کې د کورني تاوتریخوالي د زیاتیدو خبر ورکړی و.