پمپیو به نن د وینزو ویلا له کډوالو سره وگوري

د متحدو ایالتو د بهرنیو چار وزیر مایک پمپیو له رسنیو سره خبرې کوي؛ ٢٠١٨ د مې یوولسمه.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د جنوبي امریکا هېوادونو ته سفرونه وکړل چې د ولسمشر ټرمپ د دریځ لپاره د نیکولس مدورو د رژیم خلاف ملاتړ برابر کړي.

جنوبي امریکا ته د ښاغلي پمپیو پهسفر کې د پیرو هېواد دریم تم ځای دی له دې ځای نه به هغه نن کولمبیا ته ولاړشی.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نن یکشنبې دیته سترگې په لاردی چې د کولمبیا سرحدي ښارگوټي کوکوتا، ته ولاړشی. نوموړی نیت لري چی هلته د وینزوویلا له کډوالو سره وگوري. د کولمبیا په دې سرحدي ښارگوټي کې د وینزوویلا زښت ډیر کډوال پراته دي، چی په وینز ویلا کې له لوږې او تشدد نه د کولمبیا کوکوتا، تهتښتیدلي دي. ښاغلي پمپیو د چین ، روسیې، کیوبا او نیکولس مدورو د رژیمونو پالیسي گانې د وینزویلا د خلکو د ناورین سبب وبللې.

Your browser doesn’t support HTML5

پمپیو او د وینزو وېلا ستونزه

دمتحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي پمپیو په پراگوې کې له امریکا غږ سره دوینزوویلا په اړه دامریکا پر کړنلاره خبرې وکړلې. په وینزویلا کې د مشرتوب شخړه روانه ده او تشدد ا و فقر په سوونو زره وینزو ویلایان دیته اړ باسلي دي چی له وینزو ویلا نه گاونډیو هیوادونو کولمبیا او پیرو ته وتښتي.

ښاغلی پمپیو وویل د مدورو درژیم انتخابات له ټگیو او درغلیو نه ډک وو، له همدی امله ٥۴ هېوادونو د وینزوویلا مخالف سیاسی مشر هوان گوائیډو د مشروع جمهوررئیس په توگه په رسمیت وپیژانده.

ښاغلی پمپیو زیاته کړله چې نیکولس مدورو او دهغه انډیوالانو د وینزوویلا ملت وران ویجاړ کړ. د مدورو رژیم د خپل قدرت د بقا لپاره د کیوبا اوروسانو نه مرسته غوښتې ده. په دې توگه ېې خپل ټول قدرت کیوبایانو او روسانو ته سپارلی دی.

ښاغلي پمپیو وویل چین هم د وینزوویلا په اړه دوه مخیزه پالیسي لري، له یوې خوانه دعدم مداخلې لپاره غږ کوی او له بلی خوانه خپله د وینزوویلا په چاروکې لاسوهنه کوي.