ترکیه او سوریه کې زلزله؛ د مړو شمېر تر ۵۰۰۰ واوښت، اردوغان یوه اونۍ ملي ماتم اعلان کړی

تصویر: ارشیف

په ترکیه کې ژغورونکې ډلې د سه شنبې په ورځ د زلزلې له کبله په ړنګو شویو ودانیو کې انسانان لټول چې را ویې باسي.

د ترکیې مقامات وايي د تېرې ورځې په شدیدې زلزلې کې شاوخوا ۴۸۰۰ کسان مړه شوي‌ او لا هم لټون روان دی او ممکن د تلفاتو په شمېر کې تغیر راشي. په سوریه کې هم د څه باندې ۱۶۰۰ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی.

د سه شنبې په ورځ د ترکیې او سوریې ترمنځ سرحدي سیمو کې بیا هم زلزله شوې ده خو شدت یې کم ښودل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم غبریوس له نړیوالو څخه وغوښتل چې «په دې بد او نه بیان کېدونکي وضعیت کې» له ترکیې او سوریې سره مرسته وکړي. هغه وویل چې د تلفاتو د شمېرې په ښودلو سره «د هغو کورنیو غم نشي بیانېدای چې مور، پلار، لور او زوی یې له لاسه ورکړي- او یا د هغو کورنیو چې لا هم نه پوهېږي چې عزیزان به یې ژوندي وي که نه».

غبریوس چې په جینوا کې د روغتیا نړیوال سازمان په مرکز کې غږېده وویل چې دوی په طبي‌ وسایلو بار الوتکې ترکیې او سوریې ته استوي چې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: «دا داسې یو وخت دی چې موږ ټول باید د یو بشر په توګه سره یو ځای شو، ژوند وژغورو او دردېدلیو سره په درد کې ځان شریک کړو.»

د ترکیې د اضطراري حالاتو اداره وايي چې د هوا او ځمکې له لارې زلزله ځپلیو سیمو ته ژغورونکي او مواد استوي. له دوی سره د ژغورنې او مرستې په دغه ماموریت کې د نړۍ ځینې نور هېوادونه هم شامل دي چې خپلې ډلې او امکانات یې استولي دي.

د امریکا غږ ترکي څانګې د «کرشهیر او قصري» ښارونو له ګڼې ګوڼې ډکې او په واورو پوښلې لارې کې له ځینو مرسته رسوونکو سره خبرې کړي ي. د چتین کلیچ په نوم یو مرسته رسونکي وویل چې لارۍ یې په کمپلو او نور ضروري توکو ډکه ده او « هر څه چې ضرور وي، موږ به یې وکړو».

د ریشتر په کچه د دغې ۷.۸ درجې زلزلې مرکز د ترکیې او سوریې په سرحد کې د «غازیانتیپ» سیمې ته نژدې و. د دویمې زلزلې د شدت درجه ۷.۵ وه.

په ترکیې کې مقاماتو نن سه شنبه فبروري ۷ (سلواغه ۱۸) وویل چې په دغې زلزلې کې تر دې دمه ۳۴۱۹ کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۵۰۰۰ نور ژوبل دي.

چارواکي وايي تر دې دمه ۷۸۰۰ کسان ژغورل شوي، لږ تر لږه ۶۲۰۰ ودانۍ غورځېدلي دي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یوه اونۍ ملي ماتم اعلان کړی دی.

د سوریې حکومت او ژغورونکېډلې وايي‌ چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۶۰۲ تنه مړه شوي او نژدې ۳۵۰۰ نور ژوبل دی.‌

یو شمېر هېوادونو وار د مخه د زلزله ځپلیو سره مرستې پیل کړې او یا د مرستو ژمنې کړې دي.‌ د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن تېره ورځ وویل چې په ترکیې او سوریې کې د شوې زلزلې له کبله سخت خواشینی شوی.

هغه په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي دي: «په سوریه او ترکیه کې د زلزلې له کبله د انسانانو په مړینې او ویجاړیو ژور خواشینی یم. ما خپل ټیم ته لارښوونه وکړه چې د ترکیې سره په همغږۍ حالت له نژدې تعقیب او ضروري مرستې برابرې کړي.»

د امریکا د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان وویل چې دوې پلټونکې ډلې،‌ چې هره یوه یې ۷۹ غړي لري، ترکیې ته استول شوي دي او د دفاع وزارت او متحدو ایالتونو د پراختیایي چارو ادارې له ترکیې اړخونو سره د مرستو د تنظیم په اړه په تماس کې دي.

ترکیه په نړۍ کې یو د هغو هیوادونو څخه دی چې ډیرې زلزلې پکې کیږي. یوې زلزلې په ۱۹۹۹ کال کې چې شدت یې ۷.۴ درجې ښودل شوی و د دې هیواد په شمال لویدیځ کې لږ تر لږه ۱۷۰۰۰ مړه کړل.

د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په میاشت کې هم یوه زلزله وشوه چې شدت یې ۷.۰ درجې و، دې زلزلې د اجین بحیره ولړزوله چې ۱۱۶ تنه په کې مړه او څه باندې ۱۰۰۰ نور ژوبل شوي وو.