د کروناویروس د دویمې څپې لپاره د افغانستان چمتوالی

د کروناویروس په اړه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت معلومات په مثبتو پېښو کې زیاتوالی ښيي، خو دغه وزارت وايي چې د دغه ویروس له دویمې څپې سره د مبارزې لپاره یې ټول تدابیر نیولي دي.

د دغه وزارت سرپرست احمد جواد عثماني د پنجشنبې په ورځ اکتوبر اتمه (تلې ۱۷) خبریالانو ته وویل چې په ټولو روغتیايي مرکزونو کې د کروناویروس د دویمې څپې د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۳۷۲ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې له دې شمېرې ۶۸ یې مثبتې تشخیص شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نورالله تره‌کي وویل: "دې سره په افغانستان کې د کروناویروس مجموعي شمېر ۳۹زره ۶۱۶ ته رسېږي".

د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې د تازه مثبتو پېښو له شمېرې ۵۰ یې په هرات، ۱۶ یې په کابل او دوه نورې یې په لوګر او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.

همداشان په تیره یوه شپه او ورځ کې یو کس په دایکندي کې ولایت کې د کروناویروس له ناروغۍ مړ شوی چې په دې سره له کروناویروس څخه د ټولو مړو شویو کسانو شمیر ۱۴۷۰ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په افغانستان کې د کروناویروس له خورېدو څخه تراوسه په دغه ویروس د اخته شویو کسانو له مجموعي شمېرې څه باندې ۳۳زره تنه بېرته روغ شوي دي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدله شوه.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځې اکتوبر اتمه (تلې ۱۷) په نړۍ کې څه باندې ۳۶ میلیونه او ۱۷۰زره کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمیرې له یو میلیون او ۵۶زرو څخه زیات مړه شوي دي.