غني او خلیلزاد د اوربند مودې پر غځولو غږېدلي

د افغان سولې په چارو کې د متحده ایالاتو ځانګړی استازی په کابل کې د افغانستان له جمهور رئیس او لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره د افغانستان د سولې اړوند مسلو پر سر غږېدلی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي په دې لیدنه کې چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته وشوه د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، د جمهوري ریاست مرستیالانو او د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم ګډون درلود.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "په دې کتنه کې د اوربند د تمدید یا د تاوتریخوالي کموالي په اړه د کار، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو د پیل او د زندانیانو د تبادلې په اړه، بحث او خبرې وشوې".

همداشان زلمي خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د خپلو وروستیو خبرو په اړه جمهوررئیس غني ته معلومات ورکړل.

غني او خلیلزاد په داسې مهال د اوربند پر تمدید یا د تاوتریخوالي پر کموالي خبرې کړي چې افغان حکومت او طالبانو د لوی اختر په درېیو ورځو کې اوربند اعلان کړی دی.

نړیوالې ټولنې د افغانستان د جګړې د ښکېلو خواو له دې تصمیم څخه هرکلی کړی دی. د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د افغان حکومت او طالبانو دا اقدام د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل په لور یو ګام بللی دی.

له دې سره هم‌مهاله وسله‌والو طالبانو په لوګر او غزني ولایتونو کې د ۲۸ حکومتي اسیرانو د خوشې کولو خبر ورکړی، خو افغان حکومت تراوسه په رسمي ډول دا خبر نه دی تائید کړی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي چې دغه ډله به د ښه نیت ښودلو له مخې پاتې حکومتي اسیران هم له لوی اختر څخه وړاندې خوشې کړي، چې ورسره به د طالبانو له لوري د ۱۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو بهیر بشپړ شي.

طالبانو همداشان له افغان حکومت څخه غوښتي چې د دوحې د تړون په اساس او د ورکړل شوي لست له مخې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو پروسه بشپړه کړي ترڅو له اختر وروسته د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره زمینه برابره شي.

په عین حال کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پانټینو کورو د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره په لیدنه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د ژر پیلېدو هیله څرګنده کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي چې افغان حکومت به په یو قوي دریځ د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.