د افغانستان نساجي به د افغان ځواکونو لباسونه جوړوي- غني

هرات کې د نساجۍ فابریکه

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، چې په کور دننه د دغه هیواد پنبې ته د مارکیټ موندلو لپاره باید د افغانستان د نساجۍ صنعت بیرته په پښو ودرول شي.

ښاغلي غني چې د چهارشنبې په ورځ (تلې/میزان ۱۱) په کابل کې د کرنیزو تولیداتو نړیوال نندارتون ته وینا کوله وویل، د افغانستان د نساجۍ د صنعت د بیا ژوندي کولو په برخه کې کار روان دی او د نساجۍ هغه فابریکې چې له کاره لویدلي، بیرته به فعاله شي.

ولسمشر غني زیاته کړه "په راتلونکي کال کې ما تصمیم نیولی، چې د افغانستان د ملي اردو او پولیسو پوښښ، د افغانستان په خپل پیداوار کیږي، زموږ نساجي ژوندۍ کیږي، خویندو او وروڼو د پنبې له تولید کوونکو سره په اساسي ډول کار وکړئ. نو دلته ضرور ده چې بازار ورته ایجاد کیږي، د افغانستان تدارکات به د دوی په خدمت کې وي. په هرات کې پانګونه شوې ده، په نورو ځاینو کې هم پانګونه جلب کړئ او هغه فابریکې چې په ټپه ولاړې دي ژر به ورته شریکان پیدا کړو".

د افغانستان حکومت په داسې حال کې له کورني محصولاتو څخه د افغان امنیتي ځواکونو د یونیفارم د تولیدولو تصمیم نیولی، چې له دې وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتشې ادارې (سیګار) په خپل ریپوټ کې، د دغه هیواد د موسم له درکه د افغان پوځیانو اوسنی یونیفارم ناسم بللی وو.

د سیګار د ریپوټ پر بنسټ، امریکا له ۲۰۰۸ کال څخه نیولې د ۲۰۱۷ کال تر جنوري پورې د افغانستان د ملي اردو د یونیفورم پر سر شاوخوا ۹۴ میلیونه ډالر مصرف کړي دي.

خو تیر کال د امریکا پارلمان د افغانستان د اردو د یونیفورم پیریدلو لپاره د پنتاګون د ۲۰۱۸ کال وړاندې شوې بودجه رد کړه.

د افغانستان د نساجۍ صنعت د بیا فعالولو لپاره شاوخوا پنځه کاله مخکې افغان او هندي چارواکو د همکاریو یو تړون لاسلیک کړی دی. د دغه تړون له مخې به هند له افغانستان سره د نساجۍ د صنعت په برخه کې د ظرفیت جوړولو سربیره تخنیکي مرستې هم کوي.

په افغانستان کې له کورنیو جګړو وړاندې د نساجۍ صنعت ښه وده کړې وه او د پلچرخي، پلخمري، جبل‌السراج، ګلبهار او بګرامۍ فابریکو به هره ورځ میلیونونه متر رخت تولید کوه. اوسمهال یواځې د هرات د نساجۍ فابریکه فعاله ده، چې تیرکال د شپږ میلیون ډالرو په ارزښت د ولسمشر غني له خوا پرانیستل شوه.