غني: ۱۳۹۷ به د پوهنې کال وي

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، چې د افغان حکومت کابینې او د ولس په مشورې به ۱۳۹۷ د پوهنې کال وي او د دې ترڅنګ به حکومت د سولې، اصلاحاتو او ټاکنې مسلو ته لومړیتوب ورکړي.

ولسمشر غني، چې د چهارشنبې په ورځ په ارګ کې د نوروز د لمانځلو په مراسمو کې وینا کوله وویل، په ۱۳۹۷ کال کې به افغان حکومت یو لړ مهم کارونه په مخ کې لري، چې په ترسره کیدو سره به یې په دغه هیواد کې د سولې، پرمختګ او هوساینې لامل شي.

ښاغلي غني د پوهنې په برخه کې له خلکو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او وې ویل "دا کال به د پوهنې کال وي، په دې کال کې به د پوهنې په برخه کې مهم اصلاحات رامنځته شي، له ولس هیله کوم چې له پوهنې څخه د ملاتړ یو ملي اشر پیل کړي، چې دغه کال کې نجونې او هلکان په ښه توګه زده کړه وکړي".

د افغانستان ولسمشر دغه راز د ټاکنو ترسره کول، د سولې خبرې، د اصلاحاتو راوستل، د امنیتي سکتور پیاوړتیا او اقتصادي وده هغه مسایل یاد کړل، چې په روان کال کې به حکومت ورته لومړیتوب ورکړي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې د سولې بهیر په سیاسي ډګر کې د افغان حکومت لویه دنده ده او په دې برخه کې د افغانستان ولسونه د نظر یووالی لري.

هغه وویل "د افغانستان ولس اجماع لري چې باید سوله راشي او دا د جنګ میراث چې څلویښت کاله یې زموږ ژوند تریخ کړی پای ته ورسیږي، نو ځکه زه غواړم ووایم چې زموږ سوله هراړخیزه ده، باعزته ده او د افغانستان د ټولو اقشارو ملاتړ لري".

افغان ولسمشر وویل، جګړه د حل لاره نه ده او هغه ډلې چې جګړې ته دوام ورکوي د ولس له قاطع ارادې سره به مخامخ شي.

ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې د سولې لپاره هر ډول قُربانۍ ته چمتو دی.

ښاغلي غني په روان کال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره کول، د افغان حکومت بله مهمه دنده یاده کړه او له خلکو څخه یې وغوښتل چې په دغو ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي.