غني او عبدالله د ناټو سرمشریزه کې د ګډون لپاره بلجیم ته تللي

د افغانستان د ملي یوالي د حکومت دغو دواړو مشرانو وړم کال هم د ناټو په سرمشریزه کې برخه اخیستې وه

ولسمشر غني او اجرايي رئیس عبدالله د ناټو د سرمشریزې کې دګډون لپاره بلجیم ته تللي دي.

د ناټو په سر مشریزه کې د دغه سازمان غړي هېوادونو په خپلو دفاعي، امنیتي او نورو مسایلو خبرې کوي چې افغانستان کې هم په کې دی.

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ هم دغې غونډې ته ولاړ شي، خو لا معلومه نه ده چې له افغان مشرانو سره به وویني کنه.

د ناټو سرمشریزه د روانې جولاۍ میاشتې په یولسمه او دولسمه د بلجیم په بروکسل ښار کې ده.

د ارګ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي خبریالانو ته وویل، چې ولسمشر غني به سبا د ناټو د غړو هیوادونو له مشرانو سره وویني او د پنجشنبې په ورځ به د ناټو په سرمشریزه کې وینا وکړي.

ښاغلي مرتضوي د ناټو په سرمشریزه کې د بحثونو اجنډا ته په اشارې وویل "دلته څو موضوعګانې مطرح دي، یوه د افغانستان موضوع ده، دویم له تروریزم سره مبارزه ده، د سولې له پروسې څخه ملاتړ دی او دغه راز د جرمي اقتصاد له شبکو سره مبارزه ده... د افغانستان لپاره د دې غونډې نتیجې زیاتې مهمې دي".

د ناټو د غړو هیوادونو مشران په دغې غونډه کې، په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور د دوام او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مالي مرستو، د هغوی د تجهیز او روزنې په اړه نوې پریکړې کوي.

له دې وړاندې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په دغه غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته هم بلنه ورکړې وه.

ښاغلي عبدالله د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون بلنه منلې او په دغې غونډه کې یې د راتلونکو کلونو لپاره د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ د دوام هیله څرګنده کړې ده.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي کورنیلوس زیمرمن تیره اونۍ له اجرائیه رئیس عبدالله سره په لیدنه کې ډاډ څرګند کړ، چې ناټو به د افغانستان اړتیاو ته په کتو په دغه هیواد کې خپل حضور ته دوام ورکړي.