بایډن د امریکا ولس ته: مه ویرېږئ یو موټي شئ

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د سپټمبر د ۱۱ مې ترهګریزو بریدونو د شملې کالیزې په مناسبت په یوې ویډیویي پیغام کې پخپل ولس غږ کړی چې په متحده توګه دې د یو بل سره ودریږي او د بیارغونې، ترمیم او نوې رغونې په هدف دې مخکې ولاړ شي او نه دې ډاریږي.

ښاغلي بایډن وویل، " د څه باندې ۹۰ هیوادونو ۲۹۷۷ د اوسیدونکو کورنیو ته چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د میاشتې په ۱۱ مې د نیویارک په ښار، د ویرجینیا ایالت په آرلنګټن او د پنسلوانیا ایالت د شانکسویل په ښار کې ووژل شول او زرګونه نور چې ټپي شول، امریکا ستاسو او ستاسو د کورنیو د قربانیو درناوی کوي."

جمهور رئیس بایډن همدارنګه پخپلو خبرو کې هغو کسانو ته د درناوي مراتب وړاندې کړل چې د هغه په وینا د ترهګریزو بریدونو څخه څو دقیقې، ساعتونو، میاشتو یا کالونو وروسته یې خپل ژوند په خطر کې واچاوه او قربان یې کړ.

جو بایډن زیاته کړه، " ډیره سخته ده ؛ که یو کال تیر شي یا شل کاله. بچیان د مور او پلار پرته را لوی شول. والدینو د بچیانو پرته رنځ وګاله. ښځو او خاوندانو د ژوندانه د ملګرو پرته باید د ژوند کولو لارې چارې لټولی وی. "

د امریکا جمهور رئیس پدې ویډیویي پیغام کې همدارنګه وویل د دغو ترهګریزو بریدونو نه ۲۰ کاله وروسته "د عزیزانو خاطرې مو په سترګو کې د اوښکو تر څنګ په شونډو مسکا هم راولي. "

بایډن یو ځل بیا هغو کسانو ته چې متحده ایالاتو ته د زیان رسولو هڅه کوي خبردار ورکړی چې " مونږ مو پیدا کوو او اړ مو باسو چې د خپلو کړنو په خاطر لوړ قیمت ورکړئ. مونږ هیڅ وخت نه دریږو. "

د امریکا جمهور رئیس پخپلو خبرو کې د سپټمبر د ۱۱ مې ترهګریزو بریدونو نه وروسته په متحده ایالاتو کې د مسلمانانو سره د زور زیاتي په هکله هم خبرې وکړلې او د ولس تر منځ یې د یووالي غږ وکړ.

ټاکل شوې جمهور رئیس بایډن او میرمن یې جل بایډن نن هغو دریو واړو سیمو ته ولاړ شي چې شل کاله وړاندې پکې ترهګرو بریدونه وکړل.

امریکا سږ کال د لومړي ځل لپاره د سپټمبر ۱۱مه پداسې حال کې لمانځي چې د افغانستان نه یې خپل ټول عسکر ایستلي دي.