جو بایډن په لومړني بهرني سفر اروپا ته روان شو

دا د جمهور رئیس کیدو نه وروسته د ښاغلی بایډن لومړنی بهرنی سفر دی

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د خپلې دورې لومړنی بهرنی سفر نن چارشنبه جون ۹ (غبرګولي ۱۹) اروپایي هیوادونو ته په تګ پیل کړ.

ټاکل شوې ښاغلی بایډن پدې سفر کې د نړۍ د ۷ بډایو او ځواکمنو هیوادنو د مشرانو د غونډې او د ناټو او اروپایي ټولنې د همکارانو سره د ملاقات تر څنګ د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره مخامخ خبرې وکړي.

الوتکې ته تر ختلو وړاندې ښاغلي بایډن وویل، "دا سفر به یې پوتین او چین ته روښانه کړي چې اروپا او د امریکا متحده ایالات ټینګ دي".

جو بایډن پدې سفر کې لومړی د جي۷ هیوادونو د مشرانو په غونډې کې د ګډون لپاره برتانیې ته ځي، هلته به د ملکې الیزابیت سره د ملاقات نه وروسته د ناټو د غړیو هیوادونو او اروپایي اتحادېې د مشرانو سره د غونډو لپاره بروکسل ته ولاړ شي. د ښاغلی بایډن د سفر وروستی تمځای به ژنیو، وي او هلته به د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره هم ګوري.

پداسې حال کې چې نړۍ لا هم د کرونا د مهلکه ویروس سره لاس او ګریوان ده، جمهور رئیس جو بایډن غواړي د روسیې او چین په مقابل کې یو شمیر دیموکراتیکو هیوادونو ته د ملاتړ ډاډ ورکاندي.

بایډن د ملاقات نه وړاندې د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼې کې په یوې سرمقالې کې لیکلي وو چې دا "زمونږ د وخت یوه مهمه پوښتنه ده."

د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د پالیسۍ برعکس جو بایډن غواړي چې په نړیوالو موضوعاتو کې خپل هیواد د عنعنوي سیاست خوا ته بیرته بوځۍ او د امریکا متحدین هم د ښکاره بدلون په تمه دي.

د دریځ د بدلون یوه نمونه یې اروپایي هیوادونو ته د جمهور رئیس جو بایډن د روانیدو نه وړاندې د اروپایي اتحادیې د سوداګرۍ د کمیشنر ولادیس دومبرووسکیس څرګندونې وې. هغه د امریکا نه غوښتي چې د خبرو پر ځای دې عمل وکړي.

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ادعا کوله چې امریکا دا نشي زغملی چې په نړۍ کې د پولیس نقش ادا کاندي، هغه د ګواښیتوب پلوي و چې پلویانو یې هم غوښته. خو د جمهور رئیس بایډن حکومت دا چلند ۱۸۰ درجې بدل کړ او د "لومړی امریکا" پر ځای د "امریکا بیرته راغله" شعار کاروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن هم ویلي که امریکا دا کار ونکړي، بدیل به یې دا وي چې چین چارې په لاس کې واخلي او یا به ګډوډي وي.