د نیویارک ټایمز مقالې ولې ولسمشر ټرمپ غوصه کړی؟

ولسمشر ټرمپ د نیویارک ټایمز له ادارې غوښتي چې د مقالې لیکونکی دې ور وپېژني

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ماښام ( سپټمبر۶) د نیویارک ټایمز د مقالې په اړه چې ویل کیږي د هغه د ادارې یوه ناڅرگند لوړپوړي چارواکي لیکلې، له غصې ډک غبرگون ښودلی دی.

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د یوه پیغام په ورکولو سره له نیویارک ټایمز څخه غوښتي چې دده د ادارې ناڅرګند غړی ډیر ژر د څیړنو لپاره حکومت ته وسپاري. ادعا دا ده چې جمهور رئیس ټرمپ ته تر ټولو بدې ضربې د هغه د خپلې ادارې ځینو کارکوونکو ورکړي دي.

نیویارک ټایمز یوه مقاله خپره کړې چې وایي د ټرمپ د ادارې یو معتبر کارکوونکې ورته لیکلې ده، د کارکوونکې نوم نه دی ښودل شوی. په مقالې کې د ټرمپ په اړه او هغو حساسو ملي مسایلو په اړه چې ټرمپ پرې "خطرناکې" پرېکړي کوي، خبرې شوي دي.

دغي مقالي جمهور رئیس ټرمپ هم پارولی دی او په خپل لومړي غبرګون کې یې شک کړی وو چې آیا واقعا په حکومت کې داسې لوړپوړي چارواکي شته او یا هم د هغه په خبره نیویارک ټایمز یوځل بیا د جعلي منبع ښکار شوی دی؟

ډونالډ ټرمپ د امریکا له یو شمیر پوځیانو سره د لیدنې پرمهال وویل" دا هغه څه دي چې باید ورسره مقابله وکړو. تاسې پوهیږی درواغجنې رسنۍ موږ او تاسې له داسې حالت سره مخامخ کوي. زه باید ووایم دا واقعا افتضاح ده. د کارونو د بشپړیدو په برخه کې هیچا تر دې ادارې ډیر کار ندی کړی."

خو د ټرمپ ځینې مخالفان بیا د نیویارک ټایمز مقاله رښتینې ګڼې او ټرمپ یو "احساساتي" مشر بولي.

د امریکا د سنا یو ډیموکرات غړي ډیک ډوربن د خپرې شوې مقالې په اړه وویل" راپور معتبر دی. کوم کسان چې هلته وو او هغه (ولسمشر) دا خبره کوله، دا درک کړه چې باید په داسې یو وخت کې هغوی هلته نه وای؛ ځکه، دا هغه وخت دی نوموړی په کې د هیواد په اړه خطرناکې پریکړې کوي."

د نیویارک ټایمز په مقاله کې د جمهور رئیس ټرمپ ټوله اداره نده غندل شوې، خو داسې شکونه یې رامنځ ته کړي چې لیکوال داسې یو کس دی چې د جمهوري غوښتونکو د اجندا ملاتړ کوي. د مقالې لیکوال ټرمپ بد اخلاقه او د تجارت او دیموکراسۍ ضد بللی دی.

دا مقاله د ویرې په نامه د باب ودوارډ په نوې کتاب کې چاپ شوې او د ترمپ خپل کارکوونکي یې په دې تورن کړي چې د هغه له میز څخه یې مهم اسناد غلا کړي دي. جمهور رئیس ټرمپ دا کتاب یوازې د افسانو کتاب بللی دی.