عمران خان غني ته: د اوربند په ټینګیدو کې مرسته کوو

جمهور رئیس غني او صدراعظم عمران خان د چهارشنبې په ماښام ټیلیفوني خبرې کړي

د پاکستان صدراعظم عمران خان ژمنه کړې، چې هیواد به یې افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو او د اوربند په ټینګیدو کې مرسته وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني او صدراعظم عمران خان د چهارشنبې په ماښام ډسمبر ۱۶ (لیندۍ ۲۶) په یوه تیلیفوني اړیکه کې "د تاوتریخوالي پر زیاتیدو خپلې ډیرې زیاتې اندیښنې" څرګندې کړې دي.

د پاکستان د صدراعظم دفتر هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دغه ټیلیفوني اړیکه کې جمهور رئیس غني او صدراعظم عمران خان د سولې په خبرو کې د پرمختګ او د کابل – اسلام اباد ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا هم غږیدلي دي.

د پاکستان د صدراعظم دفتر ویلي، چې عمران خان یو ځل بیا د ټولو ښکیلو غاړو څخه د تاوتریخوالي د کمیدو غوښتنه کړې ده.

د جمهور رئیس غني او صدراعظم عمران خان ترمنځ دا خبرې په داسې حال کې شوې، چې د طالبانو د مشر مرستیال او په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د اسلام اباد په رسمي بلنه پاکستان ته تللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د چهارشنبې په ورځ د طالبانو له پلاوي سره د کتنې وروسته یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د سولې د مذاکراتو له پیل کیدو سره سره هغسې چې تمه وه د تاوتریخوالي کچه نده راټیټه شوې.

شاه محمود قریشي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او یا په افغانستان کې میشت بهرنیو ځواکونو ته له اشارې پرته وویل: "خو نشو کولای چې دغه مسولیت یواځې د طالبانو پر اوږو واچوو. ټول اړخونه باید پدې اړه رول ولوبوي."

په ورته وخت کې د پاکستان لپاره د جمهور رئیس غني ځانګړي استازي عمر داودزي د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ د دغې ټیلیفوني اړیکې په اړه د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې صدراعظم عمران خان د جمعې ورځ د طالبانو له پلاوي سره د خپلې کتنې په اړه د جمهور رئیس غني سره سلامشوره کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی د چهارشنبې په ورځ پاکستان ته په یو درې ورځیني سفر رسیدلی دی.

د رویټرز خبري آژانس د طالبانو د سرچینو له قوله لیکلي، چې د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی به د پاکستاني چارواکو سره د کتنو ترڅنګ د طالبانو د مشرانو سره هم د تاوتریخوالي د کمیدو په مسله خبرې وکړي.

په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د مرکچي پلاو ترمنځ د خبرو د پیل وړاندې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوي د روان۲۰۲۰میلادي کال د اګست په میاشت کې هم اسلام اباد ته سفر کړی وو.