غني: اوربند پای ته ورسید، امنیتي ځواکونه د عملیاتونو اجازه لري

ولسمشر غني د شنبې په ورځ ارګ کې خبریالانو ته وویل،وروسته له دې افغان ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو اجازه لري.

ولسمشر محمد اشرف غني نن د شنبې په ورځ (چنګاښ ۹مه) په ارګ کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وسله والو طالبانو سره خپل لس ورځینی یو اړخیز اوربند پای ته رسیدل اعلان کړل او ویې ویل، چې له دې وروسته افغان ځواکونه د وسله والو طالبانو پر وړاندې د عملیاتو اجازه لري.

ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر په دوهمه ورځ د افغانستان خلکو ته په وینا کې وسله والو طالبانو سره د اختر وروسته د لسو ورځو لپاره یو اړخیز اوربند د ټینګیدو اعلان کړی وو.

د طالب وسله والو سره د افغان حکومت یو اړخیز اوربند د جمعې په ورځ (چنګاښ اتمه) پای ته ورسید.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل،ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې اجازه ورکړې ده، چې خپل عملیاتونه له سره پيل کړي.

خوهغه په ټینګار وویل، چې د عملیاتو سره سره به سیاسي پروسه به همدوام لري.

ولسمشرغنيوویل "اوربند خلاص شو. زمونږه امنیتي او دفاعي قوا اجازه لري، چې خپل عملیاتونه وکړي. دلیل یې دا ده چې دا سولې پلان قوت نه مطرح شوی نه له ضعف نه. ټولو څلور دیرش والي صاحبانو له ما غوښتنه وکړه، چې منسجم او منظم عملیاتونه وشي. اما د عملیاتو شروع همزمان د سیاسي پروسې غځول دي. سیاسي پروسه به غځول کیږي څه شی چې معلوم دی چې ډېر طالبان سوله غواړي. دا وښوده چې له جنګ نه ستړي دي".

ولسمشر غني له افغان ولس وغوښتل چې پر طالبانو اوربند ته د حاضریدلو لپاره فشارونه زیات کړي.

ولسمشرغني وویل" هر وخت چې طالب اوربند وغواړي، زه اوربند ته تیار یم، د اوربند موده دې له مونږ سره تعین کړي، لس ورځې غواړي یا یو کال یې غواړي".

ولسمشر محمد اشرف غني پدې خبري کنفرانس کې د طالبانو لپاره د امنو سیمو د رامنځ ته کیدلو په اړه خپاره شوي رپوټونه رد کړل او وې ویل چې دا امنو سیمو طرحه د حکومت طرحه نده

ولسمشر غني وویل" د امنو سیمو طرحه د حکومت طرحه نده. سیاسي اجماع پدې باندې موجوده نده. هره طرحه چې پدې برخه کې شته هغه فردي طرحه ده."

ولسمشر غني وویل چې د طالبانو ماشومانو او ښځو ته به روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

ولسمشر غني پدې خبري کنفرانس کې وویل چې د اوربند تجربه یوه کنټرول شوې تجربه وه او په ویناء یې حکومت د سولې لپاره خپل مسؤلیت اداء کړی دی.

ولسمشر غني له طالبانو یو وار بیا د سولې خبرو ته د حاضریدلو وغوښتنه وکړه.

ښاغلي غني وویل "طالبه راشه، د سولې اراده وکړه دا افغاني فشار دی بهرنی ندی. د علماوو غوښتنه ده. د ولس او ښځو غوښتنه ده. فیصله وکړه. علماء درته قران مخته کوي. خلک درته اولادونه مخې ته کوي. اوس به ته فیصله کوې. چې ولس وژنې او که ولس ته مثبت ځواب ورکوې".

ولسمشر غني وویل د سولې مسائل انحصاري ندي او د سولې په برخه کې هر تړون، چې کیږي به له خلکو سره شریک شي.

ولسمشر دا هم وویل چې د سولې له بهیر سره احساساتي چلند نه کوي، بلکې په پلان او ستراتيژۍ پرمخ ځي.

افغان ولسمشر وايي، چې د سولې په تړاوو سیمیزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې ده.