جیلاني پوپل د سیمه‌ایزو ارګانونو د ادارې رئیس شو

د ولسمشر غني نن ښاغلی پوپل، د سیمه‌ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر په توګه د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپيژاند

افغان ولسمشر د سیمه‌اییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مشر د پيژندګلوئ په مراسمو کې وویل، چې ښاروالۍ دې انتخابي شي.

ولسمشر محمد اشرف غني او د کابینې یو شمیر غړو نن د شنبې په ورځ غلام جیلاني پوپل، د سیمه‌ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر په توګه د دغې ادارې کارکوونکو ته وروپيژانده.

له ارګ څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ښاغلي پوپل د معرفي کولو په مراسمو کې ولسمشر غني وویل، په تېر کې ډېر تمرکز د کابینې پر جوړولو وو او ولایتونو ته لږه پاملرنه کېدله.

ښاغلي غني وویل "غواړم ټولو ته دا ډاډ ورکړم چې د ملي وحدت په حکومت کې به ولایتونو ته د وزارتونو په څېر پاملرنه کېږي او د ولایتونو او وزارتونو ترمنځ د همغږۍ چارې به په سمه توګه سمبالیږې".

افغان ولسمشر ډاډ څرګند کړ چې په ولایتونوکې د ستونزو د لرې کولو لپاره به هره میاشت له یو شمېر والیانو او ولسوالانو سره ګوري.

دغه راز، ولسمشر غني د ښاروالیو پر انتخابي کیدو هم ټینګار وکړ او و یې ویل، دې ته اړتیا ده، چې لومړی په ښاروالیو کې اصلاحات رامنځته او بیا د اساسي قانون لارښوونې عملي شي.

افغان ولسمشر د محلي ادارو د پياوړتیا په برخه کې د ښاغلي پوپل تجربې د پام وړ بللي او د سیمه‌ایزو ارګانونو د ادارې کارکوونکو ته یې له هغه سره د همکاریو لارښوونه کړې ده.

غلام جیلاني پوپل پر ۱۳۳۴ کال په کابل کې زېږدلی دی او د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې یې په کابل پوهنتون کې لوړې زده‌کړې کړې دي.

ښاغلي پوپل تر دې مخکې د مالیې وزارت د مرستیال، د حکومتوالۍ په چارو کې د پخواني ولسمشر د سلاکار او د سیمه‌ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مشر په توګه دندې ترسره کړې دي.

له دې مخکې د سیمه‌ایزو ارګانونو د ادارې مشري عبدالخالق فراهي په غاړه درلوده.