غني د اوبو او انرژۍ وزیر بهر ته له سفر کولو منع کړی

ښاغلي عثماني مخکې هم ویلي وو چې د تاپي پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې هم ورته اجازه نه وه ورکړل شوې

ولسمشر محمد اشرف غني امر کړی چې د اوبو او برېښنا وزیر له افغانستان څخه د باندې نشي وتلی.

د وزارت ویاند اصف غفوري د امریکا غږ ته وویل چې ولسمشر غني په دې اړه د اوبو او انرژۍ وزارت ته یو مکتوب استولی دی.

ښاغلي غفوري وویل "د ولسمشر غني یو هدایت رسېدلی دی او په کې ویل شوي دي تر څو چې د مچلغو د بند د درې کلن کاري جدول او نورو اړوندو پروژو چارې تکمیل شوې نه وي، د وزارت هېڅ غړی بهر ته سفر نشي کولی."

موږ ډېره هڅه وکړه چې په دې اړه د ارګ نظر هم واخلو، خو بریالي نشو. خو د حقوقي چارو ځیني کارپوهان وايي چې د محکمې له پرېکړې پرته څوک ممنوع الخروج کېدی نشي.

د کابل پوهنتون استاد ودیر ساپي امریکا غږ ته وویل" په اداري او سیاسي لحاظ د یو کس پر تګ راتګ بندیز د قانون خلاف دی."

خو داسې ښکاري چې د ارګ د دغې پرېکړې لامل یوازې د مچلغو بند نه دی، څو ورځې مخکې د کابل د هوايي ډګر امنیتي مسولینو وزیر علي احمد عمثاني ته اجازه ورنکړه چې بلخ ته پرواز وکړي.

تر دې مخکې ښاغلي عثماني دا خبره هم کړې وه چې د تاپي د پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې هم ورته د ګډون اجازه ورکړل شوې نه ده. په همدې حال کې د سه شنبې په ورځ (مۍ۲۹) په کابل کې د ښاغلي عثماني یو شمېر پلویانو په یوې غونډې کې د هغه کارونه وستایل.