افغانستان او سعودي عربستان ستراتیژيکه همکارۍ غواړي

جمهور رئيس احمدزی (ارشیف)

سعودي عربستان ته د افغانسنتان د جمهور رئيس اشرف غني احمدزي د سفر په مهال له سعودي چارواکو سره د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د ستراتیژيکو همکاریو د تړون مسئله مطرح شوې او دواړو لورو پرې هوکړه کړې ده.

له ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان جمهور رئيس احمدزي تېره ورځ د سعودي عربستان له ولیعهد او د دفاع له وزیر شهزاده سلمان بن عبدالعزیز ال سعود سره په ریاض کې د کتنې په مهال د افغانستان او د سعودي عربستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاریو د تړون مسئله یاده کړې ده.

افغان لوري د افغانستان په ثبات او سولې کې د سعودي رول رغنده بللی او له سعودي یې غوښتي، چې د سیمه ایزو همکاریو په چوکاټ کې دغه هیواد خپل رول ولوبوي.

له ریاض نه د افغان ولسمشر د کتنې په مهال په سعودي عربستان کې د افغان کارګرانو د ستونزو په حل، د حج له مراسمو د افغان حاجیانو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو کې هم مرسته وکړي، له ولیعهد سره په کتنه کې د افغان حاجیانو لپاره د وقفې شوې ځمکې په تړاوو هم خبرې شوي دي.

جمهور رئيس احمدزي د سعودي عربستان له ولیعهد نه غوښتي، چې افغان غواړي له هیواد سره یې پراخې اقتصادي اړېکې ولري.

د ارګ د اعلامیې په قول د سعودي عربستان ولیعهد ژمنه کړې ده، چې هر هغه څه یې چې په توان کې وي درېغ به یې نه کړي.

ښاغلي احمدزي او د سعودي ولیعهد هوکړه کړې ده، چې د مسائلو د تعقیب لپاره د دواړو لورو لخوا پلاوي وټاکل شي.

د نوي افغان ولسمشر احمدزي واک ته له راتګ وروسته د هغه دا لومړی بهرنی سفر دی چې سعودي عربستان ته یې کوي، که څه هم افغان ولسمشر خپل لومړی سفر د عمرې د اداء کولو نه پیل کړی دی.

دا چې سعودي عربستان سره د افغانستان ستراتيژيکي همکارۍ به څنګه وي، ایا سعودي عربستان افغانستان ته د سولې په راوستو کې ونډه لرلی شي، یا د افغانستان په قضیه کې دا مهال ایا سعودي رول لرلی شي، د سیاسي چارو څېړونکی احمد سعیدي په دې باور دی چې په اوسنیو شرایطو کې سعودي مثبت رول نه شي لوبولی.

هغه د امریکا غږ ویبپاڼې ته وویل‪"‬ د داعش په حضور کې زه فکر نه کوم چې سعودي دې په افغانستان کې مثبت رول اداء کړي شي، دا چې مونږ ارام پرېږدي هم مهمه ده.‪"‬

د سیاسي چارو دا کارپوه پدې باور دی، چې هر کله افغانستان سعودي ته نېږدې شوی، نو بیا ایران ستونزه جوړه کړې ده او که کله هم افغانستان ایران ته نېږدې شوی سعودي ستونزې جوړې کړي دي.

ښاغلي سعیدي د سولې په راستو کې د سعودي ونډې په تړاوو وايي، چې سعودي عربستان په طالبانو او پاکستان اغیز لري، خو د افغانستان د سولې مسئله ددې سیمې د هیوادونو تر توان وتې ده او اشاره یې امریکا ته ده چې د سولې راوستل د امریکا په واک کې دي.

واک ته د ولسمشر احمدزي د رسیدلو دمخه پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د خپلې واکمنۍ په وخت سعودي عربستان سره د اړیکو د پراخیدلو لپاره ډیرې هڅې کړي وې خو د افغانستان د چارو څیړنکي په دې باور دی چې لکه څومره چې تمه کیده دغه هیواد سره د پخواني افغان حکومت اړیکو افغانستان سره د سولې په راوستلو او د مخالفو وسلوالو په پخلا کولو کې مرسته نه ده کړې.

دا څیړونکي وایي چې سعودي عربستان د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت سره ډیرې نږدې اړیکې لري که چیرې افغانستان د سولې په برخه کې په رښتیا د سعودي عربستان ملاتړ ترلاسه کړي نو دا به افغان حکومت سره د وسلوالو مخالفو په پخلا کولو کې مرسته وکړي.

دا چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ ټاکل کېدونکي پلاوي به څرنګه د افغانستان او سعودي ترمنځ د ستراتيژيکو همکاریو تړون چمتو کړي د وخت خبره ده، خو عام افغانان پدې باور دي، چې سعودي د افغانستان په مختلفو سیاسي ډلو نفوذ لري او له دغه هیواد سره د اړیکو پراختیا چې د مسلمانانو قبله هم هلته ده د افغانستان د ثبات سره مرسته کولې شي.