افغان حکومتي چارواکو امریکا غږ سره په خبرو کې دا منلې چې ولسمشر غني د یو لیک په ترڅ کې د پاکستاني چارواکو څخه په دغه هیواد کې د میشت طالب مشرانو د نیولو او محکمې ته د هغوې د سپارلو غوښتنه کړې ده.
د افغان حکومت یوې سرچینې امریکا غږ ته دا تائید کړې، چې ولسمشر اشرف غني پاکستاني چارواکو ته په دغه لیک کې چې د استولو نیټه یې معلومه نه ده، غوښتي، ترڅو د طالبانو د کوټې او پېښور شوراګانو مشران ونیسي او د عدلي تعقیب لاندې یې راولي.
د افغان حکومت یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، امریکا غږ ته دا هم ویلي، چې په لیک کې له پاکستاني چارواکو غوښتل شوي دي، ترڅو پاکستان د حقاني شبکې په وړاندې جدي اقدامات وکړي او د ترهګرو بریدونو عاملین ونیسي.
په لیک کې له پاکستان دا هم غوښتل شوي دي، چې دغه هیواد دې په افغانستان کې د طالبانو ترهګریز بریدونه په رسمي ډول وغندي، ترڅنګ هغه جنګیالي چې په جګړه کې زخمیان شوي او د پاکستان کې د درملنې لاندې دي افغانستان ته وسپاري.
په دغه لیک کې ولسمشر غني پاکستاني چارواکو ته داهم ویلي دي ، چې په دغه هیواد کې دې د بمونو جوړولو توکوته د افغان حکومت مخالفو وسله والو لاس رسی او د امونیم نایتریت د کمیاوي سرې تولید چې مخالف وسله وال د بمونو په جوړولو کې ورځنې کار اخیستل کیږي ودرول شي.
دا ډول په دغه لیک کې د پاکستاني چارواکو غوښتل شوي، چې د دواړو هیوادونو امنیتي ځواکونه دې د پاکستاني او افغان طالبانو په وړاندې په یو وخت عملیات ترسره کړي.
په پاکستان کې حکومتي او دیپلوماتیکو منابعو پاکستاني چارواکو ته د افغان ولسمشر د لیک په استولو بې خبري ښودلې ده.
د پاکستان رسمي حکومتي اوپه دغه هیواد کې دیپلوماتیکو منابعو د نوم په نه ښودلو امریکا غږ ته وویل چې دوی په وروستیو ورځو کې د افغان حکومت له خوا پاکستاني چارواکو ته د کوم لیک او یا هم د افغان حکومت د نووغوښتونو څخه خبر نه دي.
پاکستاني رسمي منابعو د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دیپلوماتیکو، امنیتي او سیاسي برخو کې اړیکې دومر ښې روانې دي چې بل هیڅ وخت دومره ښې او نږدې نه وې.
پاکستاني چارواکو ته د ولسمشر غني د دغه لیک د استولو مسله په داسې حال کې رسنیو ته راوتلې چې د ولسمشر غني حکومت د پاکستان د استخباراتو د ادارې او د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ترمنځ د هوکړه لیک په سر د افغانستان په پارلمان او د پارلمان نه بهر د تاودو بحثونو او جنجالونوتازه راوتلی دی.
د تیرې پنجشنبې په ورځ افغان ولسمشر د پارلمان یو شمیر غړو سره په کتنه کې هغوی ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان د ملي امنیت او پاکستان د استخباراتود ادارې آی ایس آی ترمنځ په هوکړه لیک به له سره کتنه وکړي.