د افغانستان د دفاع وزارت نوې ودانۍ پرانستل شوه

ولسمشر محمد اشرف غني په خپله وینا کې د ملي اردو د سرتیرو د قربانیو یادونه وکړه.

ولسمشر محمد اشرف غني نن د دوشنبې په ورځ د ملي دفاع د وزارت نوې ودانۍ چې د امریکا د متحدو ایالاتو او د جرمني په مالي مرستو جوړه شوې، پرانسته او ددې ودانۍ د پرانستې په مهال یې له خلکو وغوښتل چې د امنیتي ځواکونو تر شاه ودریږي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د تبلیغاتي جنګ یادونه وکړه وې ویل چې ناوړې تبصرې، منفي څرګندونې په امنیتي ځواکونو تاثیر لري، مدني ټولنې، علماء، د ملي شورا غړي، د ولایتي شورا غړي دې له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي او تر شاه دې یې ودریږي.

ولسمشر غني وویل "د دولتي بنسټونو هیڅ بدیل وجود نه لري."

ولسمشر وویل کله نا کله داسې اوازې خپريږي، چې ګواکې کې د عملیاتو اجازه نه ورکول کیږي، ولسمشر وویل له تېرو لسو میاشتو راهیسې یې هره ورځ په پنځلسو ځایونو کې عملیاتونه ترسره کړي دي.

ولسمشر غني وویل "عملیاتونه د بنسټ له خوا ترسره کیږي، نه د افرادو لخوا."

ښاغلي غني پدغه پرانسته کې وویل چې ۱۳۹۴ لمریز کال سخت کال و. هغه زیاته کړه چې په راتلوونکو درېیو اونیو کې به جنګي طیارې هم افغانستان ته راورسیږي او افغان هوايي ځواک ته به وسپارل شي.

که څه هم ولسمشر ددغو طیارو د مرستو هیواد یاد نه کړ، ولې په افغانستان کې یې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال کمپبل نه یې مننه وکړه وې ویل چې ددغو طیارو راوړل پیل شوي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي اردو د سرتیرو د قربانیو یادونه هم وکړه.

د ملي دفاع د وزارت دا نوې ودانۍ چې د دفاع د وزارت د پخوانې ودانۍ په انګړ کې جوړه شوې ده، دوه سوه ملیونه امریکايي ډالره پرې لګښت راغلی دی چې ۱۵۲ ملیونه امریکايي ډالر پرې د امریکا متحدو ایالاتو لګولي او ۴۸ ملیونه ډالره جرمني د تجهیزاتو لپاره پرې په مصرف رسولي دي.

دا ودانۍ چې په پنځو پوړونو کې جوړه شوې ده، ۷۵۰ خونې او ۳۴۰ دفترونه لري.
دوهم پوړ یې د ملي دفاع د وزیر د دفتر لپاره او درېیم پوړ یې د لوی درستیز د کاري دفتر لپاره جوړ شوی دی.

دا ودانۍ د زلزلې د ریشتر په کچه د نهو درجو مقاومت هم لري.

دا ودانۍ ۱۳۸ امنیتي کمرې لري، ۱۹ دروازې لري، په یو وخت کې ۱۹۹۱ کسان پدغه ودانۍ کې ځایدلی شي.

ددې ودانۍ کار په ۲۰۰۹ میلادي کال کې پیل شو او سږ کال پای ته ورسېده، شپږ کاله پدغه ودانۍ کار شوی دی.

له ولسمشر غني سره ددغې ودانۍ په پرانسته کې اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د قاطع ماموریت قوماندان جنرال جان کیمبل هم ګډون درلود.