غني: د جګړې قُربانیانو د ریپوټ لوستلو پر مهال په خپل زړه کاڼی ږدم

افغان ولسمشر وايي له پاکستان څخه سوله نه غواړي، بلکې ورسره سوله کول غواړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د یکشنبې په ورځ په ارګ کې د سولې د عالي شورا د رئيس په توګه د محمدکریم خلیلي د معرفي کولو په مراسمو کې خبرې کولې وویل، هره ورځ باید د جګړې د قیمت محاسبه وشي.

د ولسمشر غني پر وینا، د افغانستان د ناامنیو د قُربانیانو د شمیر لیدل د ډبرې زړه غواړي.

ښاغلي غني وویل "خدای مو د جګړې په حالت کې زما ځای ته مه راوله، رښتیا درته وایم، هر سهار اول زه تلفات ګورم، زموږ قُربانۍ ګورم، ما د خپل زړه پر ځای تیګه ایښې او د مغزو پر ځای مې فولاد ایښی، انسان چې دا وینه وګوري ماتیږي. دا د افغان وینه ده، دا د مسلمان وینه ده، دا زموږ د بچیانو وینه ده."

د افغانستان ولسمشر زیاته کړه، چې د سولې د اړتیا د پیژندلو لپاره د جګړې د زیانونو کره محاسبه ضروري ده.

ولسمشر غني په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګول، په دغه هیواد کې د یو قوي او باکفایته دولت پر رامنځ ته کیدو پورې تړلې وبلله او زیاته یې کړه، چې د سولې ټینګښت، د جګړې او سولې د ګټې او زیانونو د کره څیړلو، د قانون حاکمیت او د ملي اجماع رامنځ ته کیدو ته جدي اړتیا لري.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې د بندو دروازو تر شا د سولې خبرې مثبتې نتیجې ته نه رسیږي او زیاته یې کړه، چې ټول افغانان باید د سولې د خبرو د څرنګوالي په اړه معلومات ولري.

د ولسمشر غني پر وینا، د سولې د راوستلو لپاره باید د افغانستان اوسنی وضعیت له مختلفو اړخونو څخه د یوې ملي اجماع په ترڅ کې وڅیړل شي.

ښاغلي غني دغه راز وویل، چې له پاکستان څخه سوله نه غواړي.

"ما بار بار ویلي او بیا یې هم وایم، چې زه له پاکستان څخه سوله نه غواړم، زه پاکستان سره سوله غواړم او سوله پاکستان سره په دې معنی ده، چې یو باعزته، قوي او ملي دولت په افغانستان کې ومنل شي، زموږ دولت‌داري د معاملې خبره نه ده، دا زموږ حق دی او په دې باندې خلک په واضحه توګه پوه شي، چې افغانستان د چا هدیه افغانانو ته نه ده، افغانستان، افغانانو په سر او وینې ګټلی دی."

د افغانستان ولسمشر د تلپاتې سولې ټینګول د خپل حکومت لومړیتوب وباله او د سولې له عالي شورا څخه یې وغوښتل، چې دغه هدف ته د رسیدلو لپاره دې په ټولنیزې، سیاسي او امنیتي برخو کې د ملي اجماع د رامنځ ته کولو لپاره کار وکړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا نوي رئیس محمدکریم خلیلي په دغو مراسمو کې وویل، چې په افغانستان کې د سولې ټینګول یواځې د بین‌الافغاني مذاکراتو له لارې امکان لري او ټینګار یې وکړ، چې دی به د سولې په خبرو کې د شفافیت د رامنځ ته کولو لپاره د سولې د شورا پر پالیسو له سره کتنه وکړي.

ښاغلي خلیلي د سولې په عالي شورا کې د اصلاحاتو د راوستلو په اړه وویل "هیله لرم چې دا اصلاحات د دغې شورا د لازیات ګټورتیا او اغیزمنتیا لپاره ترسره شي، هغه څه چې مهم دي، د سولې د عالي شورا په ټولو برخو او کارونو کې د شفافیت راوستل دي، مالي شفافیت، په مذاکراتو کې شفافیت او په موافقتنامو کې شفافیت، له مهمو موضوعاتو څخه دي، چې موږ به ورباندې تمرکز ولرو."

د افغانستان د سولې عالي شورا نوي رئیس زیاته کړه، چې له وسله‌والو طالبانو او نورو مخالفو ډلو سره به د یو خاص میکانیزم پر بنسټ د سولې خبرې ترسره شی.