غني عمران خان کابل ته دعوت کړ

ارګ وايي، چې افغان ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان د سولې په اړه ټيلفوني خبرې کړې دي.

ارګ وايي، چې افغان ولسمشر محمدشراف غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په ټیلیفوني اړیکه کې د افغانستان د سولې پروسې په اړه غږیدلی او هغه یې کابل ته په رسمي سفر بللی دی.

له جمهوري ریاست څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې په دغو ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هیوادونو مشرانو د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د بیان له مخې ولسمشر غني د پاکستان لومړي وزیر عمرا خان ته بلنه ورکړې چې کابل ته سفر وکړي.

د ارګ بیان وايي، چې ښاغلي خان د افغان ولسمشر بلنه منلې او له هغه څخه یې غوښتي چې په مناسب فُرصت کې پاکستان ته سفر وکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر هم په یو بیان کې ویلي، چې لومړي وزیر خان د سولې د هراړخیزې پروسې له لارې، د ګډو مسولیتونو د یوې برخې په توګه په افغانستان کې د اختلافاتو د حل لپاره افغان ولسمشر ته د پاکستان حکومت د جدي هڅو د ترسره کولو ډاډ ورکړی دی.

په بیان کې راغلي، چې دواړو مشرانو د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د موجودو مسایلو د حل په برخه کې د چاپیریال د رامنځ ته کولو پر سر توافق کړی دی.

د افغانستان او پاکستان مشران په داسې حال کې د افغان سولې په تړاو ټیلیفوني خبرې کړي دي، چې تیره ورځ د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې هیوادونو ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات له افغان چارواکو سره شریک کړل.

د ریپوټونو له مخې ښاغلی خلیلزاد نن د پنجشنبې په ورځ له کابل څخه اسلام‌آباد ته رسیدلی دی.