افغان ولسمشر د بریښنايي تذکرو د ویشلو فرمان صادر کړ

د دغه فرمان له مخې به په راتلونکو ۹۰ورځو کې ۵۰۰زره دولتي کارکوونکو ته بريښنايي تذکرې وویشل شي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، خلکو ته د بریښنايي تذکرو د ویشلو د بهیر د چټکوالي لپاره تیره ورځ افغان ولسمشر د دغه بهیر د پیلولو فرمان صادر کړی دی.

د دغه شپږ ماده‌ییزه فرمان له مخې د افغانستان د نفوسو د احوال د ثبت مرکزي ادارې ته د بریښنايي تذکرو د ویشلو مسولیت سپارل شوی او د کورنیو چارو، مالیې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو ته دنده سپارل شوې چې د نفوسو د احوال د ثبت مرکزي اداره تجهیز او ورته د اړتیا وړ مواد برابر کړي.

د ولسمشر غني د فرمان په دویمه ماده کې راغلي "د تابعیت د بریښنايي تذکرو د ویشلو د آزمیښتي پړاو عملیاتي پلان، چې د نفوسو د احوال د ثبت د مرکزي ادارې له خوا د ۱۳۹۵ کال د حوت د دیرشمې نیټې غونډې ته وړاندې او تائید شو، د دغه فرمان له صادریدو وروسته د ۹۰ ورځو په ترڅ کې دې عملي شي."

د دغه پلان له مخې به په لومړي پړاو کې ۵۰۰ زره دولتي کارکوونکو ته په کابل کې برښنايي تذکرې وویشل شي.

د افغانستان ولسمشر په خپل فرمان کې ټینګا کړی، چې د نفوسو د احوال د ثبت ادارې مالي او اجرایي چارې به د یوې معتبرې نړیوالې ادارې له خوا تفتیش شي او له ټولو اړوندو ادارو څخه یې غوښتي، چې په دې برخه کې د تفتیش دغې ادارې ته آسانتیاوې برابرې کړي.

د بریښنايي تذکرو د ویشلو چارې چې په دې تذکرو کې د دین، ملیت او قوم د نومونو د ذکر کولو او نه ذکر کولو پر سر د لانجو له امله شاوخوا دوه کاله وځنډیډ، د روان کال په مارچ میاشت کې د افغانستان د کابینې له خوا د نفوسو د احوال د ثبت د قانون په شپږمې مادې کې له تعدیل او د افغان ولسمشر له توشیح وروسته، د دغو تذکرو د ویشلو بهیر په وړاندې ټول پراته خنډونه له مخې پورته شول.

د نفوسو د احوال د ثبت قانون شپږمه ماده چې په بریښنايي تذکرو کې د افرادو د مشخصاتو د ثبتولو په اړه ده، له تعدیل وروسته یې په دغو تذکرو کې د دین، ملیت او قوم د نومونو ذکر کولو ته لاره پرانیستل شوه.