ولسمشر غني هرات کې د تار جوړولو فابریکه پرانیستله

د هرات ولایت د نساجۍ فابریکه، هره ورځ شپږ ټُنه تار تولیدولی شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې ورځې په سهار په دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو د ګیډۍ له ایښودلو وروسته، د دغه هیواد د خپلواکۍ د ۹۸مې کالیزې د لمانځلو لپاره، له کابل څه هرات ولایت ته سفر وکړ.

ښاغلي غني، هرات ته په رسیدو لومړی د هغه ولایت صنعتي پارک ته لاړ او هلته یې د شپږ میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان د تار جوړولو تر ټولو لویه فابریکه پرانیستله.

ولسمشر غني وویل، پخته یا سپین زر د افغانستان په سوداګرۍ کې ځانګړی ځای لري.

هغه وویل "هرات د افغانستان د پراختیا او د سیمه‌ییز ترانزیت قطب دی او تر راتلونکو څو اونیو پورې به د افغانستان او ایران تر منځ به د اورګاډي لومړنۍ لیکه هم پرانیستل شي".

هرات کې د سیمه‌ییزو چارواکو پر وینا، د دغه ولایت د نساجۍ او د سرو زرو پختې فابریکه، هره ورځ د شپږ ټُنو تار د تولید ظرفیت لري، چې د افغانستان ولایتونو او بهرنیو هیوادونو ته به صادر شي.

د افغانستان ولسمشر پانګوالو ته په خطاب وویل، چې اوس له هغوی سره د دولت د همکاریو وخت رارسیدلی او له پانګوالو څخه یې وغوښتل، چې خپلې پیسې له افغانستان څخه بهر ته انتقال نه کړي، بلکې په کور دننه پانګونه وکړي.

هغه ټینګار وکړ، که افغانان په خپل هیواد کې پانګونه وکړي، تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د هرات دویم صنعتي پارک هم پرانیستل شي.

د ښاغلي غني پر وینا، د هرات له زعفرانو وروسته، د دغه ولایت د مرمرو ډبرې به بهرنیو هیوادونو ته د افغانستان دویم صادراتي محصول وي، خو زیاته یې کړه، چې حکومت هڅه کوي لومړی د افغانستان سوداګریز بندرونه مدیریت کړي، ترڅو اداري فساد په کې له منځه لاړ شي.

ټاکل شوې، چې ښاغلی غني د دغې فابریکې له پرانیستلو وروسته په هرات ولایت کې د ظفر ۲۰۷ قول اردو ته لاړ شي او هلته د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مراسمو کې ګډون وکړي.